10 د حوت توره ورځ او د افغانستان د بیا بربادي ورځ

 

د حوت لسم د افغانستان لپاره تور تاریخ په دي تاريخ اومريکايانو او پنجابي طالبانو توافق وکړه 

او همداسي وشو چي پنجابي طالبان په کابل حاکم شول 

د طالبانو د راتګ څخه تر اوسه پوري ملي ارزښتونو هر ورځ تر پښو لاندي کيږي 

نن ګوري چي افغانستان د اقتصادي سیاسي ټولنیز او د امنيت له پلوه خطرناک هيواد دي

داسي اټکل هم کيږي چي امريکايانو طالبان له دي لپاره راوستل چي افغانستان يو ځل بیا د ترورستانو په مرکز بدل کړي او له همدي ځايه اسيايي هيوادونو ته ګواښونه متوجه کړي

دوحې_تړون پټ توافقات!

د هرې ورځې په تیریدو سره د دوحي د بدمرغه پټ قرارداد پټې مادي ښکاره کیږي چې ورسره په #افغانستان کې د اوسنۍ بدمرغۍ او جمهوریت د ړنګیدو اصلي عوامل روښانه کیږي.

په دوحه کې د ط ا ل بانو د مذاکراتي ټیم برجسته غړي شیرمحمد عباس ستانکزي په خپلو ورستیو څرګندوونو کې له دوه پټو توافقاتو چې هم د افغان حکومت او هم د افغان ولس څخه پټ ساتل شوي وو پرده پورته کړه.


  ستانکزي ویلي چې د جمهوریت د ړنګیدو وروسته د افغانستان اقتصادي بیا روغوونه د امریکا د حکومت مسولیت دی او باید بیرته راشي، همدارنګه د دوحې د قرارداد په اساس امریکا دې ته متعهده وه چې د جمهوریت د ړنګیدو وروسته به راتلونکی اسلامي نظام په رسمیت پیژني، خپل سفارت به په کابل کې پرانیزي او په اقتصادي چارو کې به دوی خپله ونډه اخلي او نوره نړۍ به هم تشویقوي چې په بیا رغوونه کې برخه واخلي.

د دې دواړو مادو څخه په ډاګه څرګندیږي چې د امریکا لخوا طا ل بانو ته د حکومت سپارل نهایي شوي وو.


اوس بحث دادی چې د تړون وروسته د ټولو تلفاتو مسولیت د امریکا او طا ل بانو پر غاړه دی، ځکه د دې توافق څخه نه هم افغان حکومت خبر وو نه افغان ولس، که دوۍ دا توافق حکومت او ولس سره شریک کړی وای ولې به په لکهاوو ځوانان د خاورو لاندې کیدل.

بله دا چې دا هم روښانه شوه او کیږي چې چا میدا ګټلی، چا ماتي خوړولې او چا تحفه تر لاسه کړي.

تاریخ به دا ټول په خپل حافظه کې وساتي.

پدې هیله چې نورې مادي یې هم افشا شي.


Comments

Popular posts from this blog

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې

اروپايان د پوتين له اټومی ځواکه ويره لری

‎ریزش څومره وخت دوام کوي؟