په هند او افغانستان کې د بند پاته افغان محصلینو د پام وړ!
په هند او افغانستان کې د بند پاته افغان محصلینو د پام وړ! ۱۰-کب-۱۴۰۰ نوی ډهلی تعلیم او تحصیل د هر اف غان لومړنۍ غوښتنه ده، تر ټولو ښه خبره دا ده چې د افغان ځوانانو لېوالتیا د زده کړو سره ورځ تر بلې مخ پر ډېرېدو ده او د خپل تعلیم د حق لپاره غږ پورته کوي. د تېر کال (15- اګسټ-2021) وروسته هند افغانانو ته د وېزو د صدور په پالیسي کې موقتي تغیر راوستی. په هند کې د افغانستان سفارت د خپلو درنو محصلینو له ټولو ستونزو خبر او د مشکلاتو د حل په موخه یې د ICCR له ادارې، د هند د بهرنیو چارو وزارت، متنفذو اشخاصو، خیریه بنسټونو، مدني ټولنو او رسنیو سره همېش رسمې او غیرې رسمې ناستي کړیدي، چې ددې خبرتیا سره به بعضې مشکلات او لاسته راوړنې درسره شریکې کړو. یو- په افغانستان کې تر سیاسې تحولاتو وروسته، د هند جمهوري دولت د هغوو فارغ التحصیله افغانانو لپاره چې په هند کې تر زده کړو وروسته بې سرنوشته پاته ول د سفارت په هڅو د هند د جمهوري دولت لخوا، د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې ۷۲۴ بورسونه ورکړل شول. دوه- د ICCR ادارې تر ۲۰۰ زیات په هند کې د افغان فارغینو (له شخصي او دولتي پوهنتونونو) غوښتنلیکونه ن...