د خوست والي د ملي بیرغ پر سريو شمير ځوانان نيولي او شکنجه کړي يي دي
د خوست والي د ملي بیرغ پر سريو شمير ځوانان
نيولي او شکنجه کړي يي دي
د خوست لپاره د طالبانو والي په خپله يوه تازه او توهین امیزه وينا کې ويلي، چې د دوی مخالف افغانان تر اوسه «د سړي زامن» نه دي شوي.
هغه زياته کړې، چې خلک بايد د دوی فکر وپالي او که نه نو دوی به يو ځل بيا د خپلې پخوانۍ دورې په څېر هر څه د زور له لارې په خلکو ومني.
د خوست والي دا خبرې داسې مهال کوي، چې ميليونونه افغانان په فکري ډول د طالبانو مخالفين دي او د دوی لخوا په زور د حاکم شوي حکومت تر چتر لاندې د مجبوريت ورځې تېروي.
يو شمېر افغانو په ټولنيزو رسنيو کې د حقاني دغه څرګندونې غندلي دي.
زنداباد ملي بیرغ او خوستی ځوانان
ReplyDelete