Posts

Showing posts from March, 2022

Measles / شري څه ډول ناروغی ده او کوم ډولونه لری او څه ډول علاج کولاي شو

Image
 ⭕ Measles / شري ! ① آیا پوهیږئ چې شری څه ډول ناروغی ده او کوم ډولونه لری او څه ډول کلنیکی لری ؟ ② څنګه کولای شو تشخیص یی کړو او څه ډول د شری مخنیوی وګړو او څه ډول دغه ناجوړی تداوی کړو ؟ ◀ د شری ناروغی یوه حاده ویروسی ناروغی چی متصفه ده په تبه ، پورته تنفسی لارو التهاب او koplike spots بل mucolopapular rush . ◀ دغه ناروغی د paramaxo د کورنی څخه ده او ( RNA ) لری . دغه ناروغی زیاتره په پسرلی او ژمی کی وی . اصلی کوربه یی انسان دی او انفی بلعوم د افرازاتو د لاری انتقال کوی ، زیاتره لاندی برخو لمفاوی برخی اخته کوی . ☞ Spleen , Payer patch , Appendix , Adeniod lymphnod ◀ دغه ناجوړی د خولی په مخاطی عشا کی التهاب او نیکروز راوړی او په ساحه کی koplike spots منځ ته راځی . ⭕ دغه ناروغئ دری ډولونه لری ... ① Atypical measles  دا هغه ډول شری دی چې ماشوم ته واکسین شوی وی او بیا هم په شری اخته شی او دا کوم خاص اعراض نه لری . په دوی کی ,  Visecal , Urticaria , Petechia .   ② Hemorrhagic ( Black measles ) : دغه واقیعات کم دی په دغه ماشومانو کی Sever fever , Stupor , C...

نجفیل گیاه معجزه گر...! زنجفیل در قرآن:

Image
 زنجفیل گیاه معجزه گر...! زنجفیل در قرآن: شیر کردن مصرف ندارد‌ لطفا شیر کنید... در سوره انسان آیه 17 می خوانیم: وَ يُسْقَوْنَ فيها کَأْساً کانَ مِزاجُها زَنْجَبيلاً. (در آنجا بنوشانند جامی که آمیخته با زنجفیل است) در این آیه شریفه خداوند به اهل بهشت وعده می فرماید که به پاداش کارهای خیرشان به آنان شرابی می نوشانند با طعم زنجبیل، و یا با مزاج زنجفیل، شاید نام برده شدن از مزاج زنجبیل این باشد که زنجفیل سنبل گرمی هاست و دارویی بسیار گرانقدر در اصلاح عملکرد سلول های بدن می باشد، این دارو در بهبود فرآیند های داخل سلولی مولد انرژی بسیار مؤثری است و لذا اساس بسیاری از بیماری ها را که به اختلال عملکرد سلول ها در اثر کمبود انرژی کافی به وجود می آیند را برطرف می نماید. خواص درمانی زنجفیل: زنجفیل دارای خواص زیر می باشد، که در ادامه مکانیسم های خواص آن ذکر می گردد: 1- ضد تهوع (بخصوص تهوع حاملگی و یا ویار حاملگی) 2- ضد درد (بخصوص دندان درد) 3- صد سرماخوردگی 4- مقوی قلب 5- افزایش دهنده نیروی جنسی 6- لاغر کننده (متعادل کننده، یعنی افراد دارای اضافه وزن یا ورم دار متعادل می شوند و افراد لاغر نیز م...

لاندي ۹ کارونه د ماشومانو شخصيت وژنی

Image
 9 شیان د ماشومانوشخصیت وژنی  1شکنځل (لکه خر سپی حیوان او داسی نور ) 2اهانت. (لکه دروعجنه بدبخته بیعقله. لوده. شونډوره هزاری قدو ) 3له نورو سره پرتله (ماشوم ته داسی احساس ورکول چی ته لو فلانی نه زیات کم یی داخبره د ماشوم زهن وژنی  4دناکامه کولو الفاظ(لکه ته نه پوهیږی ته ډارن یی زهن دی خراب ده تمبله شیطانه ) 5غلط تهدید(سپی راغی سپی ته دی وراچوم سردی ماتوم وینه دی څښم حلالوم دی وژنم دی ) 6بی قناعته منه کول (بی له دی چی خبره یی واوری خبره یی ردول او ورته داویل چی ته نه پوهیږی  7ښیرا ورته کول (خدای دی مړکړه خدای دی واخله تباشی میراث شی شهید شی سرطان شی خوار شی ) 8شرمول(دهغه دی پټو خصوصیاتو ویل دخلکو په مخ کی او د هغه تحقرول  9مشروطه مینه( لکه هغه ته خپله مینه تر یو مشروته کاره پوری وتړو مثال که دی پیاله راوړه راباندی کران یی که دی وژلړل راباندی کران یی که دا کار وکه هغه دی وکه او داسی نور کارونه ورباندی کول او بیا ورته وایی چی راباندی ګران یی ).

لونګ پیژنی ! راځی چی دلته یی ګټي ولولو

Image
 لونگ: درې دانې لونگ مې د چای ترموز کې واچول، اوس يې نو خوند او بوی واو دی، د لونگو چای مې په لومړي وار د یو کلیوال سره تجربه کړ، ما په نه زړه شونډو ته یوړ، خو خوند يې راکړ. نن مې دا دی یو کال وروسته تجربه کړ. :  د لونگو کارول د بدن وینه پاکوي، د وینې جریان تېزوي او وینه پاکوي. لونگ لکه مسواک یا دنداسه، د غاښونو ورۍ کلکوي – دوه دانې لونگ خوله کې واچوئ، نرم يې کړئ، او څو دقیقې يې وژوئ! ویل کېږي، چې د لونگو کارول د زر انزال مخه هم نیسي 🙈 (د جماع څخه يو ساعت مخکي پنځه داني لونک خوله کي ميده کړئ او ويې خورئ؛ دغه عمليه د‌يو څه وخت لپاره تکرار کړئ.) د لونگو کارول د خیټې درد ختموي - د لونگ چای استعمال کړئ، په دې سره مو د خیټې گاز ختمیږي، ورسره د خیټې درد ختمیږي، اشتها مو جوړيږي، هاضمه مو سمیږي او له معدې څخه جراثیم هم ختموي. همدارنگه هغه خلک چې همیشه د سردردۍ څخه شکایت کوي او یا هغه څوک چې له دفتري کار وروسته او یا په سهار وخت د سردردۍ ستونزه لري، لونگ یې غوره درمل دی، یا دې د لونگ چای وڅښي او یا دې په خوړو کې استعمال کړي. سره له پورته گټو ویل کېږي، چې د لونگو کارول د شکر ناروغۍ په ...

نعنا بهترین دوست جگر است ، جگر را تمیز کرده و صفرا را رقیق میکند ، و کلسترول خون را پایین میاورد

Image
 فواید نعنا...!                        نعنا بهترین دوست جگر است ، جگر را تمیز کرده و صفرا را رقیق میکند ، و کلسترول خون را پایین میاورد . نعنا گاز معده و روده را از بین میبرد . ضد تشنج و ضد سرفه است . نعنا مسکن ، آرام بخش و قاعده آور است . برای بی خوابی ، کم خوابی و ناراحتی های شبانه یک داروی مؤثر است . استفاده از نعنا ، باد شکم را برطرف میکند . نعنا برای درمان سرما خوردگی و آنفلونزا مفید میباشد . نعنا برای ناراحتی های عصبی مفید است . نعنا کرم های روده و معده را از بین میبرد . نعنا ادرار را زیاد میکند . یک گیلاس دم کرده نعنا سبب آرامش درد های قفس سینه میگردد . چای نعنا برای رفع قلنج و درد های روده ، معده و هضم غذا کمک میکند . نعنا دم کرده شده غلظت خون را به حالت طبیعی میاورد . کسانیکه کم خون هستند از چای نعنا استفاده کنند . و برای افرادیکه درد سیاتیک دارند استفاده بیش از حد نعنا نیز توصیه میگرد ..! استفاده بیش از حد نعنا فشار را پایین میاورد در حالات گرما و دید چشم را ام کاهش می‌دهد  صحت‌مندی شما عزیزان آروزی ماست

د خيټي دردونه او د نوم وتل دلته يي کورني درملنه کولاي شي

Image
 #د_نس_درد_او_د_نوم_وتل سوال: .خبردا ده چې اول مې نوم يا نو وينې كېده داسې چې لاس به مې پرې وواهه كله كله به نم ترې لاړ يا به څو ورځې وروسته زوې ياوينه ترې وتلې وه پسې خښه به وه  او چې لاس به مې پرې وواهه ترې وبه وتله هغه وخت پخپله جوړ شو . دوبى چې له مسافرۍ راغلم كورته او بېرته ستون شوم يوه ورځ مې نو خارش وكړ چې لاس مې پرې ووهه غوټه شوې وينه چې وېښتان هم پكې ګډ وو ترې لرې شول له هغه وروسته دا حال روان وو فكر مې كاوه روغ به شي خو له ورځې بلې هغې ته زياتېده اشتها مې كمېدله ډوډى مې لږ خوړله او خوب كې ناراحت وم يوه پياله چاى به مې چې وڅښه نس به مې ډېر ناراحت وو مزل به مې نه شو كولى او قبض به هم وم بدن لكه سينه ،تشي اونس به مې هم خارش کاوه وروسته اندېښمن شوم چې بله ناروغي نه شي ډاكټر ته ورغلم هغه ويل نو دې وتلى او د اپنډيسي خطر هم شته ځكه د مثانې پاس ښى او كيڼ اړخ به مې هم خوګېده دارو يې راكړه په دويم ځل درو خوړلو سره روغ شوم اوس ښه يم خو اشتها مې بيا كمه شوې ده او نو يا نوم مې هم وځي لږ چټك مزل چې وکړم نوم مې وځي  او ارګیمي یا ټیغ هم باسلی نه شم او کله کله قبض هم یم هیله ده ...

ولي د سپين داغونو (پيس) مرض پيداکيږي او درملنه یی څنګه کولای شو

Image
 سپین داغونه دا د وینې د خرابۍ ناروغي ده چې پر بدن سپین داغونه پیداکوي او د انسان پر جلد بدرنګي رلولي.  #اسباب:  د خرابو او باسي خوړو خوړل، شیدو او ماهي په یو ځای خوړل او د برص په ناروغانو کې اکثره پېچش هم موجود وي. د خېڼې چنجي او د ځیګر خرابی او کله کله اتشك د دې ناروغۍ عومل کېږي.  #نښې_نښانې:  په بدن کې سپین داغونه پیداکېږي. ورو ورو غټېږي او د پوستکي رنګ بدرنګه وي، په مخ، ملا، لاس، او په پښو ډېر پشېږي.  #درملنه: له درملنې مخکې د داغ برخه په ګوتو کې کلکه ونیسئ او ویې زبېښئ که چېرې وینه ترې لاړې سي. درملنه یې کیدونکي ده او که چېرې له زور سره ترې سپینې اوبه ولاړې سي. نو د هغې درملنه ستونزمنه ده.  ناروغ ته Tob. Psoraline او د دې مرهم یو ځای په پرلپسې توګه استعمال کړئ له دې سره د برص ناروغ ښه کیږي. په همدې توګه Tab. Sil. Neosoraline د برص ناروغ لپاره غوره دوا ده سلوشن خارجي طور د داغ په برخه ولګوئ او ګولۍ یې د خولې لارې استعمال کړئ

نسوار او زیانونه یې او څنګه کولاي شو چي ځان تري خلاص خلاص کړو

Image
  نسوار او زیانونه یې ! ◀ نسوار یو له نشه کوونکو عملونو ډیر مروجه او زیاته استعمالیدونکې نشه ده . نسوار شنه رنګه ماده ده چې له رنګه ښه ، خو په حقیقت کې ډیر خطرناک دي . هر کال تمباکو نژدې ۶ میلیونه کسان وژني . که چیرې په دوامداره توګه ترې استفاده وشي د سرطان مرګوني ناروغۍ سره مخ کیدای شئ . له بده مرګه په دغه نشه د سپین ږیرو تر څنګ تر ډیره ځوانان قشر هم اخته دي .  ◀ نسوار ډیر زیانونه لري د سر درد ، د سر ګرځیدل ، د زړه بدوالی ، معده تیزابي کیدل ، په ځینو وختونو کې غیرې ارادي خرکت ترسره کول ، د سترګو دید کمزوری کېدل ، د غاښونو ورستیدل ، د خولې ډول ډول ناروغۍ پیدا کېدل ، بې خوبي ، په ذهني توګه ستریا ، د لاسونو لاړزیدل ، د وینې فشار لوړیدل ، هډوکي سولوی ، ماغزه او د ماشوم په پیدا کولو کې د ښځو او نارینوو وړتیا کمزوري کوي . دا هغه ناروغۍ ده چې د نسوارو استعمال سره یې تاسو ځانته پیدا کولی شئ .  ⭕ څنګه له نسوارو عمل څخه ځان خلاصولی شو ! ◀ له ټولو لومړی د پریښودلو ښه او مناسبه لاره په فکري او جسمي توګه ځان چمتو کول دي ، تر څو په قوي او پیاوړي اراده سره د پریښودلو پریکړه په ځا...

مخ مو داغونه ، ګونځي لري ددي کورني ماسک په جوړولو مو پوستکي شفاف او خایسته کړي

Image
  د ځينو کسانو چې پر مخ داغونه، ګونځې یا هم د مخ پوستکی یې روڼ نۀ وي، د شرم احساس کوي حتی ځان له نورو کم حسابوي، کوښښ کوي چې ډېرو مشهورو جلدي ډاکترانو ته لاړ شي، همدا لامل دی چې ډېرې پیسې ترې د مخ د روښانتيا او ښکلا لپاره په درملو ځي. د انسان د بدن روغتیا ساتنې لپاره د روغ پوستکي درلودل ډېر اړین دي، ځکه سالم پوستکی د انسان د بدن د میکروبي کېدو او د پوستکي له لارې د ناروغیو د ور ننوتلو مخنیوی کوي، نو له همدې امله، په هغه کچه چې د بدن د روغتیا خیال ساتئ، په همدې اندازه باید د پوستکي په ځانګړي ډول د مخ د پوستکي خیال هم وساتئ. خو د بدن او مخ د پوستکي د روغتیا او سلامتیا لپاره څه کول په کار دي؟ له کیمیاوي موادو او کریمونو پرته د پوستکي د روغتیا ساتنې نورې کومې لارې چارې شته چې کم لګښت ولري او پوستکی هم زیانمن نه شي؟ د دې پوښتنې ځواب به په دې لیکنه کې ومومئ، زۀ غواړم په دې لیکنه کې تاسو ته ځینې هغه لارې چارې در وښیم چې په ډېر کم لګښت ستاسې پوستکی ښکلی کوي او هیڅ ډول زیان نه لري. هو، د پوستکي د ښکلا لپاره تر ټولو ګټوره لاره له طبیعي موادو او ماسکونو څخه ګټه اخیستل دي، چې په دې لیکنه کې تا...

د پوستکي ډولونه او د ساتنې لارې چارې يې

Image
 د پوستکي ډولونه او د ساتنې لارې چارې يې د ښکلي پوستکي لرلو لپاره تر ټولو لومړی د پوستکي د ډول پۀ اړه خبرتيا تر لاسه کول اړين دي، ځکه چې لۀ همدې لارې څخه تاسو کولی شئ چې لۀ خپل پوستکي څخه غوره ساتنه وکړئ، او همدارنګه د ساتنې، لاسته راوړنې او د خپل پوستکي سره سم د ښکلا توکي غوره کړئ.  پوستکی پۀ ټوله کې پنځه ډولونه لري:  ۱- عادي پوستکی: دا هغه پوستکی دی چې نۀ ډېر وچ وي او نۀ هم ډېر غوړ وي، د پوستکي کوچني سوري يې د لېدلو وړ وي، خو لوی يا پۀ بشپړه توګه بند نۀ وي، لۀ وېنځلو څخه وروسته پوستکی نرم شي، ډېرې لږ ځوانکې پرې راخېژي.  د عادي پوستکي د ساتنې لارې چارې: د ورځې دوه ځله خپل مخ پۀ داسې موادو ووېنځئ، چې ستاسو د مخ سره همغږي وي، او لۀ لندوونکو توکو څخه ګټه واخلئ.  ۲- غوړ پوستکی: دا هغه پوستکی دی، چې زياتره غوړ وي، د پوستکي مخ پنډاو سخت وي، د پوستکي سوري لوی او د لېدو وړ وي، دا هغه روښانه پوستکی وي چې پر مخ باندې ډېرې ځوانکې راپورته کوي، ګرد/غبار او چټلي زياته ځان ته راکشوي، د وازدې (غوړ) غدې لۀ اندازې زيات کار کوي، لۀ همدې کبله د پوستکي سوري لۀ بندېدو سره مخېږي، او ...

د سره رومیانو یو بله ګټه وپېژندل شوه!

Image
  ژباړه یوه ډله څېړونکي وایي چې سره رومیان کولا شي له اوږدې مودې سګرټ څکولو وروسته سږي ورغوي. د خوړو متخصص میخایل ګېنزبورک وايي: که د سګرټ څکول پرېږدئ او غواړئ چې سږي مو ژر ورغېږي، عادي رومیان مو دغه موخې ته رسوي. دغه متخصص په سګرټ د روږدو وګړو په تړاو د چینايي روغتیاپالانو یوې څېړنې اړوند وویل چې روښانه شوه رومیان د تنفسي سیسټم په بیا رغېدو کې مرسته وکړي. او د ورځې دوه دانې رومیان وخوړل شي، سږي ډېر ژر رغېږي. سره له دې، د رومیانو ګټور خواص دلته نه ختمېږي. د دغه روغتیاپالال په وینا، رومیان د ډېر عمر لروونکو وګړو لپاره هم زیات ګټور دي، ځکه د عمر د ډېرښت له امله د سږو له خرابېدو ساتنه کوي، نو ځکه د عمر په زیاتېدو، ممکن شخص د سږو د عدم فعالیت یا ستونزو سره مخ شي

د محرقی نښې نښانې بدې پایلې تشخیص اودرملنهد محرقی واکسین شتون لري او کنه؟

Image
  محرقه نښې نښانې بدې پایلې تشخیص اودرملنه د محرقی واکسین شتون لري او کنه؟ د محرقې مکروب چې دسلمونیلا ټایفي(salmonella typhi) په نامه هم یادیږي یو ډول بکټریاوي ناروغي ده چې د ککړو اوبو او ناپاکو خوړو له لارې ځان د انسان هاضمي سیسټم ته رسوي،دغه مکروب په لمړیو کې ځان د کوچنیو کولمو په داخلي دیوال کې ځای پرځای کوي او له همدې ځایه د یوې هفتې تر یوې میاشت په ترڅ کې ځان لمفاوي غدو ته رسوي او بلاخره د وینې جریان ته ننوځي او د وینې له جریانه بیا د بدن بله هره سیمه او هر ارګان ګواښلی شي. نښې نښانې » نرۍ تبه »د هډوکو دردونه  »د ستوني درد »د بندونو درد. »د شپې لخوا د پښو تلې سوځیږی »د سر دوامداره دردونه »د ګیډې دردونه او بادونه »دوامداره قبضیت  »ځینې وخت اسهالات »د ډکو متیازو تور رنګ »د معدې دردونه  » د خوړو بد هضمي »کمزوري او د وزن کمیدل » د بدن ساړه (یخ) کیدل  »پر بدن د لړزې راتګ بدې_پایلې کله چې د محرقې مکروب په کولمو کې وي نو لاندې زیانونه حتماً منځ ته راوستلی شي. »د کولمو زخم »له کولمو د وینې بهیدل »د کولمو سوري کیدل »کم خوني »د لمفاوي غدو التهاب  »د ځیګر او تورې...

ایا زیات خوب د روغتیا لپاره زیانمن دی؟ د اعصابو پوهان یې ځواب وایي

Image
 ایا زیات خوب د روغتیا لپاره زیانمن دی؟ د اعصابو پوهان یې ځواب وایي د نیورو ساینسپوهان (عصبي پوه) او څیړونکي وایي چې کافي اندازه خوب زموږ پر روغتیا او هوساینې مثبت اغیز لري، په ظاهره توګه د ژوند بوختیا او طرز زیاتره خوب ستونزمنوي، چې له کبله یې کافي اندازه خوب نه کیږي، په مزاج، تمرکز کولو او نورو وړتیاو باندې منفي اغیز کوي او یو شمېر نورې روغتیایي ستونزې زیږوي. په عموم کې انسان ډير خوب ته هڅول کیږي، خو ایا ډیر خوب د روغتیا لپاره ګټې لري که زیان؟ د «ساینس الرت» په نوم ویبپاڼې د خوب د څیړنې په هکله له ۲۶ نیوروپوهانو او د خوب څيړونکو څخه پوښتنې کړي، چې ایا ډیر خوب د روغتیا لپاره زیانمن دی؟ ددوی ۸۵ سلنو یې په «نه» ځواب ورکړی دی. یادې ویبپاڼې د خوب موده او کلینیکي اغیزو ترمنځ د اړیکو یوه ستره مقاله خپره کړې، په مقاله کې د امریکا د بحري طبي څيړنو څانګې او د نیوروپيسولوژي ماهره ډاکټره «لین کالدویل» وایي، د خوب کافي اندازه ۷ ساعته ده، خو که له دې یو ساعت زیات یا کم شي انسان د ناوړه روغتیایي پایلو سره مخ کولی شي. په دې «ناوړه روغتیایي پایلو» کې ډيرې عامې ناروغۍ شاملې دي، د شکر ناروغي، د زړ...

څنګه د شکر له ناروغۍ ځان وژغورو؟

Image
 څنګه د شکر له ناروغۍ ځان وژغورو؟ د شکر ناروغۍ څخه مخنیوی کولو لپاره سربیره پر دې چې خواړه کنټرول شي بیا ځانګړې اندازه ورزش هم په ورځنۍ ډول ترسره شي. د ورزش یوه غوره ډول هم قدم وهل دی. د ورزش برخې زیات شمیر کارپوهان په دې باور دي چې قدم وهل تر ټولو غوره ورزش دی. قدم وهل په ځانګړی ډول وروسته له خواړه خوړلو څخه د بدن د قندي موادو او ګلوکوز (Glucose) اندازې نورمال ساتلو لپاره تر ټولو غوره طریقه او ورزش دی. له خواړه خوړلو وروسته فزیکي فعالیت او ورزش په نتیجه کې د بدن مختلفې عضلې د قندي موادو او ګلوکوز مصرفول پیلوي. په نتیجه کې د انسان د بدن د قندي موادو او ګلوکوز اندازه خپل نورمال حالت ته رسیږي. که چیرې په خواړه کې مو زیاته اندازه قندي مواد او ګلوکوز استعمال کړی وي نو د قدم وهلو په مرسته يي بیرته اندازه کمولی شئ. د روغتیايي کارپوهانو په وینا د لنډې مودې یا ۱۵ دقیقو لپاره قدم وهل هم په ځانګړی ډول د ډیر عمر لروونکو لپاره ډیره زیاته ګټه لري. تاسې کولی شئ یوازې د لنډې مودې قدم وهلو ګټه د ورځې په پای کې احساس کړئ. د ځینو څیړنو پر بنسټ ځینې روغتیايي کارپوهان په دې باور دي چې د ۱۵ دقیقو لپاره...

څه وخت یو انسان د ملا د ډیسک په ناروغۍ اخته کیږي؟

Image
 د ملا ډیسک یا Disc herniation د ملا تیر د هډوکو له مخصوصه مورو څخه جوړ شوی چې د هرو دوه مورو ترمنځ د غضروفو یوه دایروي شکله حلقه موقیعت لري چې د ډیسک په نامه یادیږي. کله چې د ملا پر تیر ډیر فشار راشي دغه ډیسک د دوه مورو ترمنځ زبیښل کیږي او بهرنۍ برخه یې چې د anulus fibrosus په نامه یادیږي د ډیر فشار له وجې زخمي او بلاخره څنډې یې د دوه مورو له منځه بهر ته راوځې. له زخمي شوې ډیسک نه مخصوص کیمیاوي مواد افرازیږي او دغه توکې د ډیر شدید دردونو سبب ګرځي. ددې ترڅنګ هغه عصبي رګونه چې د ملا له تیره راوځي او د پښو د کنټرول دنده لري که چرته د همدې ډیسک تر فشار لاندې راشي نو ناروغ به په لاندې ډول دردونه تجربه کوي. درد له ملا شروع کیږي،د کوناټیو ساحې ته راځي او له کوناټیو د پنډۍ شاتنۍ برخه او بلاخره د پښو په شاتنۍ برخه کې د شدیدو دردونو احساس کوي،دغه دردونه له حرکت کولو،په زینه پورته کیدلو د لمانځه پر وخت او د وزن د پورته کولو په وخت کې لا پسې ډیریږي. معمولا دغه دردونه له ملا نه شروع کیږي او په یوه پښه کې احساس کیږي. د ډیسک دردونه د کیناستو او پورته کیدو په وخت کې ډیر شدید کیږي مګر د استراحت په...

روماتيزم نښي څه دي او درملنه يي څنګه وکړو

Image
 #روماتېزم روماتېزم يوه دوامداره او خطرناکه التهابي ناروغي ده، چې د بدن پر کوچنيو بندونو يا مفصلونو حمله کوي. ۲- روماتېزم نښې نښانې د طبي څېړونو په اساس د دې ناروغۍ نښې نښانې زياتره د لاس او پښو د ګوتو په بندونو کې ليدل کېږي. د دې ترڅنګ يې نښې نښانې مړوند، ښنګرو او زنګنو په بندونو کې هم ترسترګو کېږي. تبه، د ستړيا احساس، د وزن کمېدو او د یادې ناروغۍ تر ټولو غټې نښې دي. همدارنګه روماتېزم په ۴۰ سلنه خلکو کې د بندونو ترڅنګ د بدن نور غړي او سيستمونه هم تر اغيز لاندې راولي لکه؛ پوستکي، سترګې، سږي، پښتورګي، زړه او رګونه. ۳- انسان څنګه په روماتېزم اخته کیږي د روماتېزم د ناروغۍ تر اوسه پورې اصلي لامل نه دى څرګند، خو ډاکتران وايي د روماتېزم ناروغي هغه وخت منځته راځي چې زموږ د بدن دفاعي سيستم د بدن حجرو او نسجونو په مقابل کې په غلطۍ سره انتي باډي جوړه کړي او زموږ بدن تر حملو لاندې راولي، چې دغه حالت تهAutoimmune Reaction) ويل كېږي. همدارنګه جنټيکي لامل يعنې د کورنيو په غړو کې روماتېزم او هغې ته ورته ناروغۍ. ځينې ويروسي او باکتريايي ناروغۍ چې د روماتيزم سبب ګرځي. ۴- له روماتېزم څه ډول ځان ژغور...

ذهني فشار د هډوکو د کمزورۍ لامل هم کیږي

Image
 ذهني فشار د هډوکو د کمزورۍ لامل هم کیږي  عامه ناروغي ګرځېدلې ده، چې د نړۍ هر دریم کس د ذهني فشار یا خپګان سره مخ دی، او دغه ناروغي د زیات کار او په ژوند کې د ډول ډول پېښو سره مخ کېدلو نه رامنځته کیږي. په انسان کې یوه ناروغي هغه مهال زور اخلي کله چې ناروغ له ذهني فشار سره مخ شي او په وړو خبرو اندیښنې کوي، دداسې کسانو لپاره بد خبر دادی چې دوی د هډوکو کمزورۍ سره مخ کیږي. د یوې تازه ترسره شوې څیړنې په ترڅ کې ویل شوي چې په پرلپسې ډول په ذهني فشار او اندیښمن اخته کسان په بدن کې د ویټامن ډي کچه کموي چې له کبله یې هډوکي کمزوري کیږي. پوهان وایي چې میرمنې د نارینوو په پرتله زیاتې د ذهني فشار ښکار وي، همدغه لامل دی چې د میرمنو هډوکي هم د نارینوو په پرتله کمزورې وي، د څیړنې سره سم ویل شوي چې دغسې کسانو کې د هډوکو ماتېدلو ګواښ درې چنده زیات وي. څيړونکي زیاتوي، هغه کسان کوم چې د اوږدې مودې لپاره د ذهني فشار ښکار وي په بدن کې د بېلا بېلو مادو توازن خرابوي، چې اغیز یې پر بندونو او هډوکو کیږي. له دې وړاندې هم ځینو څیړنو ثابته کړې چې ذهني فشار، د ستړیا احساس او یوازې والی په هډوکو کې بېلا بېل ...

ايا د پښو تلي مو سوځي او يا د ستني چوښيدو احساس کوي؟

Image
 د پښو تلي سوزیدل یا د ستنې چوښیدو احساس د کومو ناروغیو نښه ده؟ دغه تجربه به زیاتره کسانو ته وي چې کله یې د پښو تلي سوزي یا داسې ورته بریښي چې د پښو تليو کې یې ستنې چوښیږي «جګیږي»، په ځانګړي ډول هغه مهال کله چې له یو څه شیبې وروسته پښو ته حرکت ورکړل شي. په عام حالاتو کې د پښو سوزېدل هغه مهال کیږي کله چې انسان د پښو په سر کښیني یا داسې ناسته وشي چې په پښو زور راځي، دغه مهال پښې د اعصابو فشار سره مخ کیږي چې پښو ته په حرکت ورکولو له منځه ځي. که دغې پيښې سره هر وخت مخ کیږئ په ځانګړي ډول پښو ته له حرکت ورکولو وروسته هم که سوز سره مخ کیږئ دا بیا تاسې ته د ناروغۍ ګواښونه دي چې دردناک هم وي، ددې یو شمېر لاملونه په لاندې ډول دي: شکر ناروغي د شکر ناروغۍ یوه نښه داده چې د ناروغ پښې اکثره وخت سوزیږي او د ستنې په څېر څه ورچوښیږي، ددې لامل لوړ فشار دی چې پایله کې یې اعصابو ته زیان رسیږي، د شکر نورې هم ډيرې نښې دي، لکه زیاتې بولې راتلل، زیات تږي کېدل، د خولې وچېدل، د پوستکي خارښ، په پښو یا لاسونو کې درد یا بې حسه کېدل، لوږه زیاتېدل، ناڅاپي وزن کمېدل او د ټپ ژر نه ښه کېدل د شکر ناروغۍ نښې دي. ویټا...

د قبض څخه خلاصون لپاره اسانه لارې چارې

Image
د قبض څخه خلاصون لپاره اسانه لارې چارې همیشه قبضیت یوه داسې مهلکه ناروغي ده چې انسان ذهني نارامه ساتي، دفاعي سیستم یې کمزوری کوي، د شکر په څېر د سترې ناروغیو نښه بلل کیږي او دا ډول د یو شمېر نورو ناروغیو رامنځته کېدلو لامل هم جوړیږي، په دې اساس قبض ته د «مرضونو مور» هم ویل کیږي. د څیړنو پر اساس د شکری ناروغۍ نه غیر د سرطان ناروغۍ هم د قبض په بڼه رامنځته کیږي، روغتیا پوهان وایي که تاسې له قبضیت ناروغۍ سره مخ یئ نو هیڅکله دې ته په وړه سترګه مه ګورئ او ددې سمدلاسه درملنه ترسره کړئ. په لاندې اسانه نسخو د قبضیت مخه ونیسئ او یا یې له منځه ویسئ! زیتون تیل: د زیتون سوچه تیل د قبض په مخنیوي کې تر ټولو اهمه نسخه ده، ددې په استعمال سره د هاضمې سیستم په حرکت راځي چې ورسره کولمې پاکیږي، د پوهانو په وینا ددې لپاره باید هر سهار په لوږه یوه کاشوغه د زیتون تیل استعمال کړئ، ځکه چې په تشه خیټه یې اثر غوره وي. اوبه: که چیرې هره ورځ اته ګیلاسه اوبه وڅښل شي د قبضیت څخه شکایت به له منځه ولاړ شي، اوبه د کولمو فعالیت متحرک کوي، هر کله مو بدن د اوبو کموالي سره مخ شو په قبض ناروغۍ اخته کیدلای شئ. د پخلي سوډا: بی...

د وینې سرطان «۹» نښې

Image
 د وینې سرطان «۹» نښې د ډاکټرانو په وینا د وینې سرطان ناروغۍ تشخیص کول د نورو سرطانونو په پرتله سخت دي، ځکه چې دا ځانګړې نښې نه لري، او چې کومې موندل کیږي هغه د نورو ناروغیو سره ورته دي. د لوکیمیا یا د وینې سرطان ناروغي مشخصه درملنه نه لري خو د وقایې وړ ده، که چیرې هغه عوامل چې د وینې سرطان څخه وړاندې ښکاره شي ژر تر ژره ډاکټر ته رجوع وکړئ، دغه مهال یې درملنه اسانه وي. دلته یو شمېر نښې ښودل شوي چې په بدن کې د رابرسیره کېدو وروسته تاسې ته د وینې سرطان خبر درکوي، دغه نښې په لاندې ډول دي: همیشه د ستړیا احساس د وزن ناڅاپي کمېدل اشتها نه درلودل د ورزش یا په زینو د ختلو پرمهال نفس تنګي تبه یا ریږدیدل د تشو بولو رنګ بدلېدل خواړه نه هضمېدل د پوزې یا د غاښونو وریو څخه وینه راتلل په هډوکو او بندونو کې د سخت درد احساس د وینې سرطان درملنه د نورو په پرتله تر ټولو سخته او کمه پېښيدونکې ده، ددې په بېلا بېلو عواملو د وینې سره کورویات کمیږي، که چیرې ناروغ ته په وخت وینه ورنه کړل شي ډير ژر یې له منځه وړلی شي. په افغانستان کې هم زرګونه کسان د وینې په سرطان ناروغۍ اخته دي چې د ځانګړې درملنې نه درلودلو ...

که غواړئ جنسې قوت مو زیات شي له دغه خواړو څخه استفاده وکړئ

Image
 که غواړئ جنسې قوت مو زیات شي  له دغه خواړو څخه استفاده وکړئ : داسې خواړه شته چې د انسان جنسې هورمون ټېسټېسټېرون زياتوي او په انسان کې شهوت او جنسي قوت پیدا کوي په دې ليکنه کې د همداسې خوړو په هکله درته معلومات درکوم  شېدي_او_خرما: خورما او شيدې په خپل جوړښت کې ترټولو قوي او غښتلي مواد لري، په ځانګړي ډول دا دواړه خواړه چې سره یو ځای وخوړل شي نو تاثير یې تر بل هر وخت زياتیږې بادام_او_شيدې؛  بادام داسې غواړي لري چې د ماهي غوړو ته ورته دي او ګټه یې ډېره زياته ده، د بادامو او شيدو له يو ځای خوړو سره نه يوازې چې انسان جنسي قوت ډېر زياتېږي بلکې د زړه او رګونو د روغتيا لپاره هم ډېره زياته ګټه لري. کېله؛  کېله یو له هغه مېوو څخه ده چې په څو مختلفو لاره سره کولاې شي د انسان د کوروالي طاقت لوړ کړي، په کېله کې په لوړه کچه پوتاشيم شتون لري چې ستاسې د وينې په جريان او جنسي قوت باندې ګتور تاثير لري _______________________________________

د سوځیدلي ځاي درملنې لپاره اسانه کورنۍ نسخې

Image
  د سوځیدو درملنې لپاره اسانه کورنۍ نسخې د بدن سوځیدل یو له سختو دردونو څخه ګڼل کیږي چې جدي او چټکې درملنې ته اړتیا لري، خو کله چې سوځېدل له خطره خالي او په ښکته درجه کې وي نو په لاندې کورنۍ لارو یې درملنه کولای شئ. شات شات بې شمېره روغتیایي ګټې لري خو د سوځېدو په مخنیوي کې هم د مرهم په ډول غوره ثابتیدلای شي، څيړنو ثابته کړې چې شات په خپل ذات کې ځانګړي مایع لري او د پوستکي په ساتلو کې مرسته کوي، همدا ډول د اکسایډ ضد په توګه هم کار کوي چې د حجرو په بیا رغولو کې مرسته کوي او د ټپ مخه نیسي. د استعمال لاره ددې لپاره په سوځېدلي ځای باندې شات واچوئ او په ململ یا په پاکه ټوټه یې وتړئ او لږ تر لږه تر درې ساعتونو یې پریږدئ، بیا یې لرې کړئ، د لا ښې نتیجې ورکولو لپاره دغه کار بیا تکرار کړئ. د پيازو اوبه ځینې سبزیجات په ځانګړي ډول پياز انتي بیوتک، اکساید ضد او د سلفر مرکبات لري چې سوځېدل او د هغه ځای سور کېدل کموي، پیاز د هغو ستونزو مخنیوی هم کوي چې له سوځېدو سمدلاسه وروسته رامنځته کیږي لکه پوستکی پوکاڼۍ کېدل یا داسې نور، همدا ډول پیاز د هغو باکتریاو مخنیوی کوي کوم چې د انفیکشن یا بلې ن...

د سرطان لومړنۍ نښې چې خلک یې معمولا له پامه غورځوي

Image
 د سرطان لومړنۍ نښې چې نارینه یې معمولا له پامه غورځوي ځینې نارینه د سرطان هغه لومړنۍ نښې چې ممکن پایلې یې خطرناکې وي له پامه غورځوي، نو ځکه پکار دي چې ځینې دوامداره نښې باید تل جدي ونېول شي او د اړتیا پرمهال یې درملنه وشي. په یوه راپور کې چې په امریکایي ژورنال Eat This, Not That کې خپور شوی، د روغتیا پوهانو له قوله لیکوال مایکل مارتن د سرطان خورا عامو نښو ته اشاره کړې چې نارینه یې معمولا له پامه غورځوي خو خطرناکې ثابتېدلی شي، دغه عامې نښې په لاندې ډول دي: خارښت لرونکی پوستکی پر پوستکي هغه داغونه چې نه ښه کیږي، خو د لمسولو پرمهال درد او خارښت دواړه کوي، او د مخنیوي لار یې هم نه موندل کیږي، دا د پوستکي سرطان لومړنۍ نښه ده چې په طبي اصطلاح ورته actinic keratosis ویل کیږي او تر ټولو زیات خپرېدونکی دی چې په پښو، لاسونو، غوږونو، مخ او د سر په ګنجۍ برخه راڅرګندیږي. ستړیا ستړیا یو معمول دی، خو دوامداره او ډیره ستړیا د سرطان نښه کېدلی شي چې د ودې پرمهال له بدن څخه مغذي مواد غلا کوي، نو که تاسې په دوامداره توګه ستړیا احساس کوئ او په ارام کولو سره هم نه ښه کیږئ، متخصص ډاکټر ته ځان وښيئ. درد...

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې

Image
 د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې په ځینو حالاتو کې د ویټامن ډي د کمښت هیڅ نښې نه څرګندیږي خو په ځینو نورو کې له څو کالونو وروسته راڅرګندې شي، مګر د ویټامن ډي کمښت د ځینو روغتیایي ستونزو رامنځته کېدو له کبله کیږي، په ځانګړي ډول چې دغه ستونزه اوږدمهاله وي، نو له طبیعي کچې د ویټامن ډي کموالی ممکن له لاندې لاملونو څخه وي: د هډوکو فریکچر یا ناثابته کېدل: دا کولی شي پر کوچنیانو ژر اغیز وکړي چې هډوکي یې نرم وي، د هډوکي فریکچر، د قد ټيټوالی، د غاښونو ستونزې او د په تګ کې د ستونزو لامل کیږي. د هډوکو زیات ماتېدل: هډوکي ماتېدل ممکن په ځینې حالاتو کې د یو کوچني لامل څخه وي، او دغه حالت په لویانو کې ډير څرګندیږي، په ځینو حالاتو کې دا د فریکچر یا (اوسټیوپورسس) ته اشاره کوي. په دې اړه لا هم څيړنې روانې دي، خو ویل کیږي، خپګان، د هډوکو کمزوري او درد هم د ویټامن ډي د ټیټې کچې له کبله رامنځته کیدلی شي. دغه راز روغتیا پوهانو خبر ورکړی چې د ویټامن ډي بشپړتیا د دویم ډوله شکر په مخنیوي کې مرسته کوي، په دې تړاو په ۲۰۱۹م کال کې څيړنه ترسره شوې وه چې په ازموینه کې ۲۴۲۳ کسانو ګډون کړی و، هغه کسا...