مخ مو داغونه ، ګونځي لري ددي کورني ماسک په جوړولو مو پوستکي شفاف او خایسته کړي
د ځينو کسانو چې پر مخ داغونه، ګونځې یا هم د مخ پوستکی یې روڼ نۀ وي، د شرم احساس کوي حتی ځان له نورو کم حسابوي، کوښښ کوي چې ډېرو مشهورو جلدي ډاکترانو ته لاړ شي، همدا لامل دی چې ډېرې پیسې ترې د مخ د روښانتيا او ښکلا لپاره په درملو ځي.
د انسان د بدن روغتیا ساتنې لپاره د روغ پوستکي درلودل ډېر اړین دي، ځکه سالم پوستکی د انسان د بدن د میکروبي کېدو او د پوستکي له لارې د ناروغیو د ور ننوتلو مخنیوی کوي، نو له همدې امله، په هغه کچه چې د بدن د روغتیا خیال ساتئ، په همدې اندازه باید د پوستکي په ځانګړي ډول د مخ د پوستکي خیال هم وساتئ. خو د بدن او مخ د پوستکي د روغتیا او سلامتیا لپاره څه کول په کار دي؟ له کیمیاوي موادو او کریمونو پرته د پوستکي د روغتیا ساتنې نورې کومې لارې چارې شته چې کم لګښت ولري او پوستکی هم زیانمن نه شي؟
د دې پوښتنې ځواب به په دې لیکنه کې ومومئ، زۀ غواړم په دې لیکنه کې تاسو ته ځینې هغه لارې چارې در وښیم چې په ډېر کم لګښت ستاسې پوستکی ښکلی کوي او هیڅ ډول زیان نه لري.
هو، د پوستکي د ښکلا لپاره تر ټولو ګټوره لاره له طبیعي موادو او ماسکونو څخه ګټه اخیستل دي، چې په دې لیکنه کې تاسو ته د کدو طبیعي ماسک درپېژنم، لیکنه تر پایه ولولئ!
د پوستکي د نرموالی او د چاودو د رغولو او له منځه وړلو لپاره د کدو ماسک څخه ګټه واخلئ، ځکه چې د کدو ماسک د پوستکي هر ډول چاودې له منځه وړي او پوستکی رغوي. د کدو ماسک جوړونې لپاره لږ کدو، یوه کاشوغه بوره، یوه کاشوغه زیتون او یا د بادام غوړي، د قهوې پوډر او څو څاڅکي د لېمو اوبه سره یو ځای کړئ او پخپل پوستکي یی وموښئ. د دې لپاره چې دغه ماسک غوره پایلې تر لاسه کړئ نو د لسو ورځو لپاره په پرله پسې توګه دغه ماسک وکاروئ.
Comments
Post a Comment