د وینې سرطان «۹» نښې
د وینې سرطان «۹» نښې
د ډاکټرانو په وینا د وینې سرطان ناروغۍ تشخیص کول د نورو سرطانونو په پرتله سخت دي، ځکه چې دا ځانګړې نښې نه لري، او چې کومې موندل کیږي هغه د نورو ناروغیو سره ورته دي.
د لوکیمیا یا د وینې سرطان ناروغي مشخصه درملنه نه لري خو د وقایې وړ ده، که چیرې هغه عوامل چې د وینې سرطان څخه وړاندې ښکاره شي ژر تر ژره ډاکټر ته رجوع وکړئ، دغه مهال یې درملنه اسانه وي.
دلته یو شمېر نښې ښودل شوي چې په بدن کې د رابرسیره کېدو وروسته تاسې ته د وینې سرطان خبر درکوي، دغه نښې په لاندې ډول دي:
همیشه د ستړیا احساس
د وزن ناڅاپي کمېدل
اشتها نه درلودل
د ورزش یا په زینو د ختلو پرمهال نفس تنګي
تبه یا ریږدیدل
د تشو بولو رنګ بدلېدل
خواړه نه هضمېدل
د پوزې یا د غاښونو وریو څخه وینه راتلل
په هډوکو او بندونو کې د سخت درد احساس
د وینې سرطان درملنه د نورو په پرتله تر ټولو سخته او کمه پېښيدونکې ده، ددې په بېلا بېلو عواملو د وینې سره کورویات کمیږي، که چیرې ناروغ ته په وخت وینه ورنه کړل شي ډير ژر یې له منځه وړلی شي.
په افغانستان کې هم زرګونه کسان د وینې په سرطان ناروغۍ اخته دي چې د ځانګړې درملنې نه درلودلو له کبله یې زیاتره خپل ژوند له لاسه ورکوي، تر دې دمه دغه ډول ناروغ ته افغانستان کې د وینې ورکولو پرته بله کومه ځانګړې درملنه شتون نه لري.
#ډاکټرنویدخپلواک
Comments
Post a Comment