ولي د سپين داغونو (پيس) مرض پيداکيږي او درملنه یی څنګه کولای شو


 سپین داغونه


دا د وینې د خرابۍ ناروغي ده چې پر بدن سپین داغونه پیداکوي او د انسان پر جلد بدرنګي رلولي. 


#اسباب: 

د خرابو او باسي خوړو خوړل، شیدو او ماهي په یو ځای خوړل او د برص په ناروغانو کې اکثره پېچش هم موجود وي. د خېڼې چنجي او د ځیګر خرابی او کله کله اتشك د دې ناروغۍ عومل کېږي. 


#نښې_نښانې: 

په بدن کې سپین داغونه پیداکېږي. ورو ورو غټېږي او د پوستکي رنګ بدرنګه وي، په مخ، ملا، لاس، او په پښو ډېر پشېږي. 


#درملنه: له درملنې مخکې د داغ برخه په ګوتو کې کلکه ونیسئ او ویې زبېښئ که چېرې وینه ترې لاړې سي. درملنه یې کیدونکي ده او که چېرې له زور سره ترې سپینې اوبه ولاړې سي. نو د هغې درملنه ستونزمنه ده. 

ناروغ ته Tob. Psoraline او د دې مرهم یو ځای په پرلپسې توګه استعمال کړئ له دې سره د برص ناروغ ښه کیږي. په همدې توګه Tab. Sil. Neosoraline د برص ناروغ لپاره غوره دوا ده سلوشن خارجي طور د داغ په برخه ولګوئ او ګولۍ یې د خولې لارې استعمال کړئ

Comments

Popular posts from this blog

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې

اروپايان د پوتين له اټومی ځواکه ويره لری

‎ریزش څومره وخت دوام کوي؟