څه وخت یو انسان د ملا د ډیسک په ناروغۍ اخته کیږي؟

 د ملا ډیسک یا Disc herniation

د ملا تیر د هډوکو له مخصوصه مورو څخه جوړ شوی چې د هرو دوه مورو ترمنځ د غضروفو یوه دایروي شکله حلقه موقیعت لري چې د ډیسک په نامه یادیږي.

کله چې د ملا پر تیر ډیر فشار راشي دغه ډیسک د دوه مورو ترمنځ زبیښل کیږي او بهرنۍ برخه یې چې د anulus fibrosus په نامه یادیږي د ډیر فشار له وجې زخمي او بلاخره څنډې یې د دوه مورو له منځه بهر ته راوځې.

له زخمي شوې ډیسک نه مخصوص کیمیاوي مواد افرازیږي او دغه توکې د ډیر شدید دردونو سبب ګرځي.

ددې ترڅنګ هغه عصبي رګونه چې د ملا له تیره راوځي او د پښو د کنټرول دنده لري که چرته د همدې ډیسک تر فشار لاندې راشي نو ناروغ به په لاندې ډول دردونه تجربه کوي.

درد له ملا شروع کیږي،د کوناټیو ساحې ته راځي او له کوناټیو د پنډۍ شاتنۍ برخه او بلاخره د پښو په شاتنۍ برخه کې د شدیدو دردونو احساس کوي،دغه دردونه له حرکت کولو،په زینه پورته کیدلو د لمانځه پر وخت او د وزن د پورته کولو په وخت کې لا پسې ډیریږي.

معمولا دغه دردونه له ملا نه شروع کیږي او په یوه پښه کې احساس کیږي.

د ډیسک دردونه د کیناستو او پورته کیدو په وخت کې ډیر شدید کیږي مګر د استراحت په وخت کې ارام وي.ددې ټولو ترڅنګ ناروغ په پښو کې د سوزښت او ښارښت احساس هم کوي.

څه وخت یو انسان د ملا د ډیسک په ناروغۍ اخته کیږي


؟ 

• د عمر ډیروالی

• د وزن پورته کول

• د ماشوم د زیږون

• ترافیکي حوادث

• شاقه او درانه کارونه

• او بلاخره هر هغه کار چې ستاسو د ملا په تیر له حده ډیر فشار راولي تاسو د ډیسک په ناروغۍ اخته کولی شي. 

څنګه کولی شو چې د ملا د ډیسک ناروغي تشخیص کړو؟ 

ددې ناروغي ښه تشخیص د یوه ډاکټر لخوا د فزیکي معایناتو ترڅنګ

د X-ray

او CT SCANMRI

دDexa Scan

معایناتو په واسطه کیږی

په پای کې وقایه له معالجې څخه بهتره ده شاقه کارونه او درانه بارونه مه اوچتوئ ملا به مو تل سالمه وی.

ډاکټر ظهورالدين خانزي

د ټلفون شمیره 0788220212


Comments

Popular posts from this blog

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې

اروپايان د پوتين له اټومی ځواکه ويره لری

‎ریزش څومره وخت دوام کوي؟