د محرقی نښې نښانې بدې پایلې تشخیص اودرملنهد محرقی واکسین شتون لري او کنه؟
محرقه
نښې نښانې بدې پایلې تشخیص اودرملنه
د محرقی واکسین شتون لري او کنه؟
د محرقې مکروب چې دسلمونیلا ټایفي(salmonella typhi) په نامه هم یادیږي یو ډول بکټریاوي ناروغي ده چې د ککړو اوبو او ناپاکو خوړو له لارې ځان د انسان هاضمي سیسټم ته رسوي،دغه مکروب په لمړیو کې ځان د کوچنیو کولمو په داخلي دیوال کې ځای پرځای کوي او له همدې ځایه د یوې هفتې تر یوې میاشت په ترڅ کې ځان لمفاوي غدو ته رسوي او بلاخره د وینې جریان ته ننوځي او د وینې له جریانه بیا د بدن بله هره سیمه او هر ارګان ګواښلی شي.
نښې نښانې
» نرۍ تبه
»د هډوکو دردونه
»د ستوني درد
»د بندونو درد.
»د شپې لخوا د پښو تلې سوځیږی
»د سر دوامداره دردونه
»د ګیډې دردونه او بادونه
»دوامداره قبضیت
»ځینې وخت اسهالات
»د ډکو متیازو تور رنګ
»د معدې دردونه
» د خوړو بد هضمي
»کمزوري او د وزن کمیدل
» د بدن ساړه (یخ) کیدل
»پر بدن د لړزې راتګ
بدې_پایلې
کله چې د محرقې مکروب په کولمو کې وي نو لاندې زیانونه حتماً منځ ته راوستلی شي.
»د کولمو زخم
»له کولمو د وینې بهیدل
»د کولمو سوري کیدل
»کم خوني
»د لمفاوي غدو التهاب
»د ځیګر او تورې غټیدل او پړسیدل
»د هډوکو کمزوري.
»د مغزو د پردو مکروبي کیدل یا مننجیت.
»د غوږ،ستوني او پوزې مکروبي کیدل
»د بدن د مایعاتو کمښت
»دوامداره ټیټ فشار
»د تریخې مکروبي کیدل
»کله کله شاک او بلاخره مرګ
#تشخیص
» Typhoid antibodies (IgM+IgG
» Stool culture for typhoid
» Bone marrow culture for typhoid
» Widal test
درملنه
د متخصص ډاکټر تر بشپړ تشخیص او پیژندنې وروسته د محرقې مکروب ضد درمل کوم چې د ډاکټر لخوا ورکړل شوې دوا ده باید د لسو تر پنځلسو ورځو لپاره باید د لارښونو سر سم وکارول شي. او د ډاکټر سره وخت پر وخت مشورې کول.
پرهیز:
» غوړ (روغني) خواړه.
» ترخه او ترشه خواړه
»خام شیان ن خوړل
#کوم_خواړه_باید_ډیر_وخوړل_شئ؟
» د میوو جوس او اوبه.
» پاکې اوبه
» د وریجو سرسر
» د ترکارۍ سوپ.
د محرقې څخه څنګه وژغورو؟
»د ککړو او ناپاکه خواړو څخه ځان ساتل
» د محرقې واکسين کول.
#ایا_محرقه_واکسين_لري؟
هو بلکل، د محرقې واکسين ډېر ګټور او ژوغورونکي دی چې کولای شئ، د نورو ناروغیو په څیر ددې ناروغۍ د مخنیوی لپاره هم واکسین وکړئ.
Comments
Post a Comment