د سره رومیانو یو بله ګټه وپېژندل شوه!

 


ژباړه

یوه ډله څېړونکي وایي چې سره رومیان کولا شي له اوږدې مودې سګرټ څکولو وروسته سږي ورغوي.

د خوړو متخصص میخایل ګېنزبورک وايي: که د سګرټ څکول پرېږدئ او غواړئ چې سږي مو ژر ورغېږي، عادي رومیان مو دغه موخې ته رسوي. دغه متخصص په سګرټ د روږدو وګړو په تړاو د چینايي روغتیاپالانو یوې څېړنې اړوند وویل چې روښانه شوه رومیان د تنفسي سیسټم په بیا رغېدو کې مرسته وکړي. او د ورځې دوه دانې رومیان وخوړل شي، سږي ډېر ژر رغېږي.

سره له دې، د رومیانو ګټور خواص دلته نه ختمېږي. د دغه روغتیاپالال په وینا، رومیان د ډېر عمر لروونکو وګړو لپاره هم زیات ګټور دي، ځکه د عمر د ډېرښت له امله د سږو له خرابېدو ساتنه کوي، نو ځکه د عمر په زیاتېدو، ممکن شخص د سږو د عدم فعالیت یا ستونزو سره


مخ شي

Comments

Popular posts from this blog

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې

اروپايان د پوتين له اټومی ځواکه ويره لری

‎ریزش څومره وخت دوام کوي؟