نسوار او زیانونه یې او څنګه کولاي شو چي ځان تري خلاص خلاص کړو


  نسوار او زیانونه یې !


◀ نسوار یو له نشه کوونکو عملونو ډیر مروجه او زیاته استعمالیدونکې نشه ده . نسوار شنه رنګه ماده ده چې له رنګه ښه ، خو په حقیقت کې ډیر خطرناک دي . هر کال تمباکو نژدې ۶ میلیونه کسان وژني . که چیرې په دوامداره توګه ترې استفاده وشي د سرطان مرګوني ناروغۍ سره مخ کیدای شئ . له بده مرګه په دغه نشه د سپین ږیرو تر څنګ تر ډیره ځوانان قشر هم اخته دي . 


◀ نسوار ډیر زیانونه لري د سر درد ، د سر ګرځیدل ، د زړه بدوالی ، معده تیزابي کیدل ، په ځینو وختونو کې غیرې ارادي خرکت ترسره کول ، د سترګو دید کمزوری کېدل ، د غاښونو ورستیدل ، د خولې ډول ډول ناروغۍ پیدا کېدل ، بې خوبي ، په ذهني توګه ستریا ، د لاسونو لاړزیدل ، د وینې فشار لوړیدل ، هډوکي سولوی ، ماغزه او د ماشوم په پیدا کولو کې د ښځو او نارینوو وړتیا کمزوري کوي . دا هغه ناروغۍ ده چې د نسوارو استعمال سره یې تاسو ځانته پیدا کولی شئ . 


⭕ څنګه له نسوارو عمل څخه ځان خلاصولی شو !


◀ له ټولو لومړی د پریښودلو ښه او مناسبه لاره په فکري او جسمي توګه ځان چمتو کول دي ، تر څو په قوي او پیاوړي اراده سره د پریښودلو پریکړه په ځان عملي کړو او داسې له ځان سره فرض کړو چې خلک راته په ټولنه کې په سمه سترګه نه ګوري ، نو داسې حالاتو کې تاسو په دغه چاره بریالي کیدلی شئ او ورزش کول هم ډېر غوره دي.


Comments

Popular posts from this blog

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې

اروپايان د پوتين له اټومی ځواکه ويره لری

‎ریزش څومره وخت دوام کوي؟