د پوستکي ډولونه او د ساتنې لارې چارې يې
د پوستکي ډولونه او د ساتنې لارې چارې يې
د ښکلي پوستکي لرلو لپاره تر ټولو لومړی د پوستکي د ډول پۀ اړه خبرتيا تر لاسه کول اړين دي، ځکه چې لۀ همدې لارې څخه تاسو کولی شئ چې لۀ خپل پوستکي څخه غوره ساتنه وکړئ، او همدارنګه د ساتنې، لاسته راوړنې او د خپل پوستکي سره سم د ښکلا توکي غوره کړئ.
پوستکی پۀ ټوله کې پنځه ډولونه لري:
۱- عادي پوستکی: دا هغه پوستکی دی چې نۀ ډېر وچ وي او نۀ هم ډېر غوړ وي، د پوستکي کوچني سوري يې د لېدلو وړ وي، خو لوی يا پۀ بشپړه توګه بند نۀ وي، لۀ وېنځلو څخه وروسته پوستکی نرم شي، ډېرې لږ ځوانکې پرې راخېژي.
د عادي پوستکي د ساتنې لارې چارې: د ورځې دوه ځله خپل مخ پۀ داسې موادو ووېنځئ، چې ستاسو د مخ سره همغږي وي، او لۀ لندوونکو توکو څخه ګټه واخلئ.
۲- غوړ پوستکی: دا هغه پوستکی دی، چې زياتره غوړ وي، د پوستکي مخ پنډاو سخت وي، د پوستکي سوري لوی او د لېدو وړ وي، دا هغه روښانه پوستکی وي چې پر مخ باندې ډېرې ځوانکې راپورته کوي، ګرد/غبار او چټلي زياته ځان ته راکشوي، د وازدې (غوړ) غدې لۀ اندازې زيات کار کوي، لۀ همدې کبله د پوستکي سوري لۀ بندېدو سره مخېږي، او پۀ مخ باندې د ځوانکو د راښکاره کېدو سبب جوړېږي.
د غوړ پوستکي د ساتنې لارې چارې: په ورځ کې دوه ځله یې په داسې توکو خپل مخ ووېنځئ، چې ستاسو د مخ سره موافق وي، په وېنځلو کې له داسې توکو څخه چې ستاسو د مخ سره موافق او غوړ نه وي، او الکهولي وي کار واخلئ، او د ښکلا په توکو کې له غوړو څخه بايد ډډه وکړئ، او له ياده مو ونه وځي، چې غوړ پوستکي هم لندوونکو توکو ته اړتيا لري، نو هره ورځ لندوونکي توکي بايد وکارول شي، په ګرمو اوبو خپل مخونه ووېنځئ، تر څو ستاسو د پوستکي سوري بند نه شي همدارنګه سره کړي خوراکونه او خواږه بايد لږ وکاروئ.
۳- وچ پوستکی: دا هغه پوستکی دی، چې ډېر نازک او د کاغذ غوندې وي. د لاس لګولو په وخت سخت وي، د پوستکي سوري ډېر کوچني وي، چې د بندېدو له امله پر مخ ځوانکې را پورته کېږي، د وازدې غدې لږ کار کوي، نو له همدې کبله پوستکی وچ او په عامه توګه پوټکی- پوټکی کېږي، چې په پايله کې راټول او چملکه کېږي. په ژمي کې پوستکی وچ وي او شونې ده چې خارښت پيدا کړي.
د وچ پوستکي د ساتنې لارې چارې: تل د خپلو مخونو سره موافق او فاقد الکهول لروونکي توکي وکاروئ، هره ورځ خپل پوستکی په لندوونکو توکو لندوئ، او خپل مخونه په موافقو او صابون څخه خالي توکو وېنځئ، ځکه چې صابون ستاسو د پوستکي غوړوالی له منځه وړي. د خپل پوستکي سره سم د ښکلا توکي غوره کړئ.
۴- پېچلی پوستکی: ډېر خلک پېچلی پوستکی لري، هغه داسې چې د پوستکي يوه برخه يې غوړه او بله برخه یې وچه وي، په عامه توګه د مخ ځينې برخې، د سترګو شاوخوا، غاړه وچه او د تندي شاوخوا، پوزه او زنه غوړه وي، غوره دا ده چې د غوړو برخو لپاره يو ډول او د وچو برخو لپاره بل ډول محصولات وکارول شي.
د پېچلي پوستکي د ساتنې لارې چارې: په ورځ کې دوه ځله د مخ وېنځلو لپاره له هغو توکو څخه کار واخلئ، چې ستاسو د مخونو سره موافق وي.
۵- حساس پوستکی: دا ډول پوستکی ډېر په آسانۍ سره په خوځښت کې راځي، چې په پوستکي کې د خارښت، سولو، سوروالي او سولېدو لامل جوړېږي. کله ناکله ځوانکې هم پرې را پورته کېږي.
د حساس پوستکي د ساتنې لارې چارې: د دې ډول پوستکي د وېنځلو پر مهال صابون بايد ونه کارول شي، د هغه په بدل کې بايد له داسې موادو څخه چې د پوستکي سره موافق وي او کوم ډول حساسيت ونه لري وکارول شي.
د پوستکي د روغتيا په اړه مهم ټکي:
۱- خپل مخونه د لاسونو په مرسته په نرمۍ سره داسې ووېنځئ، چې د خرما يا نورو ونو له پوستکي يا بل کوم سخت شي کارولو څخه په کې ډډه وکړئ، په خپلو مخونو باندې د زور راوړنې له لارې د يوې پاکې ټوټې په مرسته پاک او وچ کړئ، نه د سختو موښلو له لارې.
۲- د لمر له وړانګو سره يې د مخامخ کېدو څخه وساتئ، او د يو متخصص ډاکتر په مشوره د هغو کرېمونو څخه کار واخلئ، چې د لمر په وړاندې ګټه لري، تر څو مو مخونه د ژر زوړوالي څخه خوندي شي.
۳- مناسب خواړه خورئ او هره ورځ زياته اندازه سبزي او تازه مېوه خورئ.
۴- له الکهولي څښن توکيو او سګرېټ څکولو څخه ډډه وکړئ، ځکه چې الکهول د وينو د رګونو د پراخوالي او په پوستکي کې د سوروالي او خارښت لامل ګرځي.
۵- سپورټ کوئ، ځکه چې ستاسو پوستکی سا (تنفس) ته اړتيا لري. په منډه وهلو يا پلي تلو سره ستاسو د وينې په خوځښت کې زياتوالی راځي، اکسېجن او خوراکي توکي په پراخه پېمانه ستاسو پوستکي ته رسېږي.
۶- جنجال او زيار ايستنه مو کمه کړئ، ځکه چې ډېر زيار ايستنه ستاسو په بدن کې د هورمون د ګډوډۍ لامل ګرځي، چې دا مو په بدن باندي بدي اغېزې کوي.
۷- په شپه او ورځ کې له شپږو څخه تر آتو ساعتونو پورې خوب کوئ.
درنو او ښاغليو د فېسبوک ملګرو! سلامونه او درنښت
زۀ د جلدي ناروغیو ټرینر متخصصه یم چې هره ورځ دا ډؤل ناروغان ګورم، د پاک خدای ج پۀ مرسته او د خپلو تجربو پۀ مټ یې درملنه کؤم. ما ته د درملنې لپاره ډېری لوستي خلک راځي، دوی زما څخه د زدکړو او کارونو پۀ اړه پوښتنې کوي، هغوی غواړي چې د جلدي ناروغيو پۀ اړه لیکلي مالومات ترلاسه کړي، د همدې غوښتنو لۀ مخې غواړم چې د دې پاڼې له لارې د هغوی سره مرسته وکړم، خدای دې وکړي چې پۀ اړین وخت کې يې پۀ درد وخوري.
ما خپلې لوړې زده کړې پۀ مسکو ښار کې د «ولسونو د دوستۍ پۀ پوهنتون» (People’s Friendship University) کې سرته رسولې او د فارغېدلو څخه وروسته مې کلونه-کلونه د کابل پۀ څلورو بېلابېلو روغتونونو کې دندې ترسره کړې دي. دا چې ما د طب پۀ ډګر کې تر نيمایي زیات عمر تېر کړی او د ډول-ډول ناروغانو سره مخامخ شوې یم، طبیعي خبره ده چې بډایې تجربې مې لاس ته راوړې دي.
زما د پاڼې موخه دا ده چې تاسې سره د جلدي ناروغیو اړوند هغۀ تجربې شریکې کړم چې لاس ته مې راوړې، تر څو ګټه ترې ترلاسه کړئ.
له تاسې څخه مې هيله دا ده، چې زما پاڼه د خپلو ملګرو سره شريکه کړئ، تر څو په دې پاڼه کې له خپرېدونکو ګټورو ليکنو څخه مو هېوادوال ګټه ترلاسه کړي.
که زما د پاڼې ليکنې په وخت نه در رسېږي، نو د فالو برخې ته لاړ شئ او هلته پاڼه فيوريټ کړئ، تر څو هره ليکنه پر وخت در ورسېږي.
زما هره ليکنه چې تاسې شئير کړئ، لايک يې کړئ او کمینټ پرې وکړئ، نو ما لا دې ته هڅوي چې ستاسې لپاره ډېرې ګټورې ليکنې خپرې کړم.
مننه او درنښت
Comments
Post a Comment