برقي موټر چی 2 ساعته یی چارج کړی نو 300 km یی ګرځولای شي

 د چين د برېښنايي موټرونو توليد او پلور په نړۍ کې تر ټولو زيات دی

د چين د صنعت او معلوماتي ټکنالوژۍ مرستيال وزير شين ګوه بين د فبرورۍ په ۲۸ مه نېټه د دغه هيواد د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په خبري کنفرانس کې وويل، چې له ۲۰۱۶م کال څخه تر ۲۰۲۰م کال پورې يعنې د چين د ټولنيزې او اقتصادي ودې د ديارلسم پنځه کلن پلان د تطبيق په موده کې په دغه هېواد کې د برېښنايي موټرونو د توليد شمېر له ۵۰۷زرو څخه ۱۳۶۷زرو ته پورته شوی او کلنی زياتوالی يې ٪۲۸ ښودل شوی دی.

نوموړي وويل، چې په تېر ۲۰۲۱م کال کې د چين د برېښنايي موټرونو د توليد او پلور دواړه شمېرې له ۳۵۰۰ زرو څخه اوښتي، چې دا د وړم کال په پرتله ۱.۶ چنده زياتوالی ښيي او د مسلسل اوو کالونو لپاره يې په نړۍ کې لومړی ځای خپل کړی دی.

د يادونې وړ دا ده، چې په چين کې د برېښنايي موټرونو په زياتېدو سره د موټرونو د بيټرۍ، ماشين او ځيرکۍ او اوتومات ټکنالوژۍ هم ډېر پرمختګونه کړي


دي.

Comments

Popular posts from this blog

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې

اروپايان د پوتين له اټومی ځواکه ويره لری

‎ریزش څومره وخت دوام کوي؟