د خوست والي د ملي بیرغ په هلکه څرګندونې د افغانانو غبرګونونه راوپارول

 

ارين خان : 


د افغانستان ملي بیرغ د “ازادۍ او ملي ویاړ سمبول” دی. دا خبره غلطه ده چې دا د مخکني او یا پخوانیو حکومتونو بیرغ دی، دا ملي بیرغ دی. دا د هېڅ سیاسي ګوند بیرغ نه دی، د بل هر هېواد په څېر افغانستان او افغانان هم دا ملي بیرغ لري.


دا بيرغ د ميليونو انسانانو زړه دی


لطفآ، د ولس زړونه وساتئ


ملي ارزښت دټول ملت ميراث دی او ملت پوري تړاو لري


بقأ مو په يوالي او يو دبل په منلو کې ده


زنده باد افغانستان


فضل الهادي غفور 


اسلام علیکم ورحمته الله و برکاته معززو دوستانو د ملي بیرغ په اړه به تاسی هم څرګندونی اوریدلی وی چې ملي بیرغ 🇦🇫 له کورونو او دفترونو لرې کړئ که څوګ وایی چې دا د مخکني حکومتونو بیرغ دی نو دا خبره مطلق غلطه ده ځکه دا نه د حامد کرزی بیرغ دی او نه د اشرف غنی دا خو د ازادۍ ، ویاړ سمبول او د همدی وطن او ولس بیرغ دی او بیا زمونګ غرور ورسره تړلي دي نو زه خو وایم چی نفرتونه او بدبینۍ دی نه زیږوي او له داسې خبرو دی ډډه وشې چی مظلوم ولس ته پرې خفګان جوړیګی . 


 د یو ودان او خپلواک افغانستان په هیله 


محمد وصال 


د خوست والي څه وايي ? والي صيب دا ډول خبرې په کوم اساس کوې وطن مور ده او بيرغ د مور ټکرى دى په دې بايد پوه وى نو ملي بيرغ چې څوک نه مني نه افغان دى او افغان کيداى شي ﺯموږ هويت ﺯموږ ملي بيرغ 🇦🇫 👏 


ﺯه د امارات ټولو مشرانو ته اخترام لرم خو داغه ډول خبرې د ولس تر منځ لوى واټن پيدا کوي بايد امارات مشران ېې مشران ېې غم وخوري 💔 😭 ﺯما په شمول د ټولو افغانانو وروستى غوښتنه ملي بيرغ ده د نوي نظام بيرغ ته اخترام لرو خو ملي بيرغ نشي کيدلى 👏 په ملي بيرغ ميليونونه شهيدان تېر شوي 37 ميليونه نفوس منلى دى خوست والي خو ماشوم ندى چې داغه ډول خبرې کوي د چا په امر دا ډول خبرى کوي 👏





Comments

Popular posts from this blog

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې

اروپايان د پوتين له اټومی ځواکه ويره لری

‎ریزش څومره وخت دوام کوي؟