په هند او افغانستان کې د بند پاته افغان محصلینو د پام وړ!

 په هند او افغانستان کې د بند پاته افغان محصلینو د پام وړ!

۱۰-کب-۱۴۰۰

نوی ډهلی

تعلیم او تحصیل د هر اف


غان لومړنۍ غوښتنه ده، تر ټولو ښه خبره دا ده چې د افغان ځوانانو لېوالتیا د زده کړو سره ورځ تر بلې مخ پر ډېرېدو ده او د خپل تعلیم د حق لپاره غږ پورته کوي.

د تېر کال (15- اګسټ-2021) وروسته هند افغانانو ته د وېزو د صدور په پالیسي کې موقتي تغیر راوستی.

په هند کې د افغانستان سفارت د خپلو درنو محصلینو له ټولو ستونزو خبر او د مشکلاتو د حل په موخه یې د ICCR له ادارې، د هند د بهرنیو چارو وزارت، متنفذو اشخاصو، خیریه بنسټونو، مدني ټولنو او رسنیو سره همېش رسمې او غیرې رسمې ناستي کړیدي، چې ددې خبرتیا سره به بعضې مشکلات او لاسته راوړنې درسره شریکې کړو.

یو- په افغانستان کې تر سیاسې تحولاتو وروسته، د هند جمهوري دولت د هغوو فارغ التحصیله افغانانو لپاره چې په هند کې تر زده کړو وروسته بې سرنوشته پاته ول د سفارت په هڅو د هند د جمهوري دولت لخوا، د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې ۷۲۴ بورسونه ورکړل شول.

دوه- د ICCR ادارې تر ۲۰۰ زیات په هند کې د افغان فارغینو (له شخصي او دولتي پوهنتونونو) غوښتنلیکونه نور هم تر لاسه کړېدي، چې متاسفانه د بودجوي مشکل په وجه مثبت جواب ندی ورکړل شوی، په هند کې د افغانستان سفارت د هند جمهوري دولت له مربوطه ادارو سره خبرې کړیدي، تر څو ددې تر ۲۰۰ زیاتو محصلینو لپاره د زده کړو بودجه تر لاسه او د روان 2021-22 او یا 2022-23 تحصیلي کلونو لپاره د دوئ درسونه هم پیل او د وخت د ضیاع مخه یې نیول شوې وي.

درې- هغه برحاله محصلین چې د هند په بېلا،بیلو پوهنتونونو کې یې درسونه په انلاین ډول روان دي، او اوس په افغانستان کې د وېزو د صدور له مشکل سره مخ دي، له شپږو میاشتو راهیسې په هند کې د افغانستان سفیر او دیپلوماتانو تر بلې هرې مسئلې په دې اړه زیاتي غونډې او رسمې ناستې تر سره کړیدي، چې خوشبختانه د هندي مقاماتو له لوري ډاډ تر لاسه شوی چې د راتلونکو دویو میاشتو په جریان کې به موجوده ستونزو ته یوه حللار پیدا کړي، تر څو د افغان محصلینو راتلونکی معلوم او د وخت د ضایع کېدو مخه نیول شوې وي.

په عیني وخت کې د هند د ځینو پوهنتونو سره هم خبرې شويدي، تر څو د محصلینو د ازموینو او انلاین درسونو لپاره یوه روښانه کړنلار را منځته شې، خوشبختانه چې ځینو پوهنتونونو د همکارۍ ډاډ رکړی.

په هند کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر ښاغلی فرید ماموندزی پر خپلو ټولو درنو محصلینو غږ کوي چې خپلې حوصلې لوړي وساتي، ښاغلی سفیر دوئ ته ډاډ ورکوي چې روان وضعیت ته به ضرور یوه حللاره راباسي.


یادونه:



د خبرپاڼي دری متن په بل پوسټ کې دی

Comments

Popular posts from this blog

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې

اروپايان د پوتين له اټومی ځواکه ويره لری

‎ریزش څومره وخت دوام کوي؟