د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست: هټیوالو غوښتي، چې د کب پر ۱۰ پر خپلو هټیو د اوسني حکومت سپین بیرغونه وځړوي.
د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست په دغه ولایت کې له هټیوالو غوښتي، چې د کب پر ۱۰ پر خپلو هټیو د اوسني حکومت سپین بیرغونه وځړوي.
د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن دوشنبه د کب پر ۹ رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د دغه ولایت مرکز مهترلام او د ولسوالیو له هټيوالو غوښتي، چې د کب پر ۱۰ پر خپلو دوکانونو سپین بیرغونه راځوړند کړي.
دا غوښتنه داسې مهال کېږي، چې د امریکا او اوسني حکومت چارواکو ترمنځ د سولې تړون په دوحه کې د ۲۰۲۰ کال د فبروري پر ۲۹ چې د کب له ۱۰ سره سمون خوري، لاسلیک شوی دی.
د لغمان د اطلاعاتو او کلتور ریاست داسې مهال له هټیوالو پر خپلو هټيو د اوسني حکومت د بیرغ لګولو غوښتنه کوي، چې وړمه ورځ د خوست والي هم له خلکو وغوښتل، چې د درېیو ورځو په موده کې له خپلو هټيو، کورونو او موټرو د افغانستان درې رنګه بیرغ لرې کړي.
د نوموړي دا څرګندونې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې دي.
Comments
Post a Comment