ارين خان : ملي بیرغ په نړۍکې زمونږ استازیتوب کوي ليکنه دلته ولولي

 

اریان خان: ملي بیرغ په نړۍکې زمونږ استازیتوب کوي

 

دا لیکنه ولولئ 

زما او ستا او د ولس پوښتنه او غوښتنه ده

تر دې وخته د افغانستان ملي بيرغ مسئله حل نه ده.


حاکمه!

ته به یی په چک پوست کې د خلکو له موټره، رکشا، بایسکل لیري کړی.

ته به یی د هیواد ددفاع د پاکو شهیدانو له هدیرو او شناختو لیري کړی.

ته به یی د ارګ او وزیر محمد اکبرخان له تيی لیری کړی.

ته به یی له دفتر، حکومتی ادارو لیری کړی.

ته به یی د معارف له کتابونو لیری کړي.

حاکمه!

ته به خلک ووژنی، زندان ته واچوی، وواهی، وټکوی، توهین کړی، ځکه دا د حاکمانو، نمرودیانو، فرعونیانو، شدادیانو خصلت دی، خو مونږ د ابراهیم ع په ملت یو، د حضرت محمد مصطفی صل الله علیه وسلم په امت یو، د لوی افغان خاوره مو له آمو تر اباسینه او له پامیره ترګوادره پاک الله ج په نصیب کړی او خلیفه یی ګرځولي یو.

د مظلوم او محکوم آه او حق الله پاک جل جلاله له حاکم او ظالم اخلي.


خو په یاد ساته!

ملي بیرغ د هیواد د اصیلو بچیانو په زړه کی ځای لري، د هیواد د خپلواکی نښه ده، د هیواد د عزت او برم نښه ده، د ځمکنی بشپړتیا او ملي واکمنی نښه ده.

ملي بیرغ د انګریز، روس او امریکا سره د مبارزی او اشغال د ختم نښه ده،

ملي بیرغ د ملي اردو، استخباراتو او پولیسو د هویت او مشروعیت نښه ده.

ملي بیرغ د افغانستان د استقلال پیلامه ده، د نړیوال اړیکو او پیژندګلوي او د حاکم نظام د مشروعیت نښه ده.

ملي بیرغ اوچت ساتل د هرمشروع، قانونی او حقوقی نظام د تابعیت نښه ده...چی کوم خایین، وطن پلورونکی او د هیواد ضد عنصر او خایین یی د لیری کولو او محوه کولو کوشش کوي، هغه کس د انګریز، روس، امریکا د پاتی شونو له جملي نه ده.


ملي بیرغ د هیواد د تاریخی کارنامو او اسلام د سر تاج نښه ده، کله چی پیامبر اسلام حضرت محمد صل الله علیه وسلم مکې معظمی نه مدینی منوری ته هحرت وکړو نو لمړي اقدام یی د مسجد او محراب، منبر جوړول ول، په لمړی اقدام کي د اسلام د رهبری اصلی ځای یعنی محراب او منبر تهداب کیښود، د هیواد ملي بیرغ کې محراب، منبر داسلام دهماغی منطق نه اخیستل شوي عمل دی، کلمه طیبه پکی د اسلامي امت د توحید او رسالت نښه ده، اعلاي کلمه الله پر هر مؤمن او مسلمان فرض دی، الله اکبر پکی د حقیقی پادشاه د لوړوالي او وحدانیت، عبادت او عظمت نښه ده.

نوچی کوم منافق، زندیق، بدعتی او په باطل لاره روان يې د لیری کولو، محوه کولو، توهین او سپکاوي کوشش کوي هغه له اسلام له دایری خارج کیړی او د هیواد د قوانینو په اساس خایین بلل کیږی.

نو حاکمه!

که منطق لري، که عقل سلیم لری، که مسلمان او مؤمن یی او که افغان یی د خپلو مقدساتو او ارزښتونو پالنه وکړه، دا درسره منم چی مخکینې نظام به دا بیرغ کارولای وي، یاهم تر دی بیرغ سیوری لاندی به چاته ضرر رسیدلای وی، څوک به ناحقه شهید شوی وی، چا به ورور له لاسه ورکړي وی، خو په یاد ساته چی دا ملي بیرغ دهیچا د مور او پلار شخصی جایداد ندی او کلونو مبارزو او سپیڅلو شهیدانو د وینو نذرانه ده.

دا درسره منم چی سپین بیرغ او پکي کلمه طیبه شریف به ستا د ګوند او اما ت نښه وي، ته به په ارګ حاکم وي، خو دا درته وایم چی آیا پیامبر اسلام همدا ستا په شان نظام درلوده؟ ایا ستا بیرغ په شان یې بیرغ کي کلمه لیکل شوي وه او پیامبر اسلام حضرت محمد ص امار - ت درلوده یا خلافت یا شاهی مطلقه یا هم بل کوم ډول نظام...؟

ایا پیامبر اسلام توحید او رسالت ته مامور او پیغمبر شوی وو که د حکومت جوړولو ته، نو ته هم په ظلم، بربریت، جهالت، وحشت خپل په خوښه بیرغ په خلکو مه تحمیل کوه، نه تا خلکو ته اسلام راوړی، نه هم تا کلونه د انګریز، روس، امریکا مقابله په یوازی ځان کړي ده.

هو ستا قرباني ، ایثار، سرخندنه او مبارزی ته سلام، خو ولس ته، د ولس معتقداتو او ارزښتونو ته سپکاوی مه کوه، کنه چی مچ څومره زورور شي آخر یی ورکاوی راشي، د ظلم او بربریت کاسه نسکوره وي.

نو ای حاکمه که له ملت نه رایه او بیعت غواړی د ملت زړه ترلاسه کړه، خپل نظام په زوره په چا نشی تحمیل کولای، اوس به د ټوپک ماشه ولس ته نیغه نیغه کوي، خو چی کله هم ولس درپسی راجیګ شو داځل به غره کی هم ځای نه لري او جومات کی به هم .

زه دی امار-ت، شاهی، جمهوریت، دیکتاتوري، خلافت سره کار نلرم، نه هم د حکومتی چوکیو شوقی یم، نه می پځوانی حکومت سره شوق درلوده او نه تاسره بیعت کوم... خو ولس ترڅنګ د خپلو ارزښتونو دفاع او ملاتړ کوم.

ستا د بیرغ مخالفت نکوم خو دخپل ملي بیرغ دفاع په کلکه او په نره کوم.

ویده ولسه!

ترتا د هیرامندوی ایجړاګان ښه دی، ارزښتونه لري او ځینی دفاع کوي، میاشتی وشوی ستا ملي بیرغ شهید دی، خو ته ورته چوپه خوله ناست يي.


تربیا ښی چاری

په درناوي په مرسته د غلام مصطفی بیدار.

Aryan Khan VOA Deewa - وي.او.اې ډيوه BBC Pashto

Comments

Popular posts from this blog

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې

اروپايان د پوتين له اټومی ځواکه ويره لری

‎ریزش څومره وخت دوام کوي؟