څنګه کولای شو خپله حافظه پخپله تقویه کړو؟

 حافظه "memory"


اعصاب د انسان د بدن یوه تنظیمونکي عضوه ده په کوم کی چی د حافظی مرکز قرار لری 

ډولونه: -


۱:- لنډ مهالی حافظه ( کاری حافظه)

۲:- اوږد مهالی حافظه 


څنګه کولای شو خپله حافظه پخپله تقویه کړو ؟؟


۱:- سهار چاي مو باید مکمل معذي وی.

۲:-تر حده زیات خوراک نه باید ځان وساتو.

۳:-سکرټ او نور نشه یی موادو نه باید په کلکه ځان وساتو.

۴:-زیاته بوره او خواږه مو هم حافظه کمزوری کوی.

۵:-د زیات وخت لپاره بی خوبی مو دماعی حجری مړی کوی او په حافظه بده اغیزه لری.

۶:-د خوب پر مهال سر پټول مو دماغ ته د اکسجن مقدار کم او د کاربن ډای اکساید مقدار زیات چی دا هم دماغي زیان رامنځته کوی.

۷:-د ناروغی پر مهال باید په دماع بوج او فشار رانه وړل شی.

۸:-هڅونکي فکرونه باید ولرو .

۹:-تر حده زیاتي او تر حده کمو خبرو نه باید ځان وساتو سالم بحثونه باید وکړو .

۱۰:-د مبایل کمپیوټر او نور سکرین لرونکو وسایلو د زیات استعمال نه باید جلوګیری وکړو.

۱۲:-په تیزه او لیزری رڼا کی باید مطالعه ونکړو.

۱۳:-که د یوی موضوع دایمی زده کول غواړی تقرار پری ډیر وکړی.

۱۴:-یادونکو موضوعګان ته ځانګړی وخت ورکړي.

۱۵:-موضوع دلچسپه اوبولي نه اجباري.

۱۶:-د زده کړی پر وخت لیکل ډیر رول لری.

۱۷:-مطالعه د سهار وختی کوي.

۱۸:-د شپی درس پر ځای خوب کول بهتر دی.

۱۹:-د درس په منځ کی د ۱۰-۲۰ دقیقو لپار تفریح وکړی.

۲۰:-زده کړه اجباری نه بلکی اختیاری وکړی.

۲۱:-په لوږه او ذهني ناارامی کی درس مه وایی.

۲۲:-ځان ذهن او محیط د زده کړی لپاره چمتو کوی.

۲۳:-تر ټولو مهمه خبره د قران کریم تلاوت کول .

۲۴:-روژه نیول تر ټولو بهتره طریقه د ذهنی انکیشاف ده.

۲۵:-بعضی خواړه لکه ـ خرما ؛انځر ؛ شیدی؛ بادام.

۲۶:- وخت بیځایه مه تیروی د اوزګاری وخت کی هر اړخیزه مطالعه وکړی.

Comments

Popular posts from this blog

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې

اروپايان د پوتين له اټومی ځواکه ويره لری

‎ریزش څومره وخت دوام کوي؟