ولي مو د زړه زربان زياتيږی؟ او څه باید وکړو

 #د_زړه_ضربان_زیاتیدل_او_ساه_لنډي:


زیات شمېر کسان او په خاصه توګه میرمنې د زړه د ضربان د زیاتیدلو او یا په کم فزیکي فعالیت سره د ساه لنډۍ شکایت کوي.


د زړه د ضربان زیاتیدل او ساه لنډي ډېر علتونه لري چې د هغوی له جملې څخه یې د د زړه مختلفې ناروغۍ، د سږو مختلفې ناروغۍ، تشویش، وېره او داسې نور یادولی شو.


مګر له د پرته په خاصه توګه مېرمنو کې "د وینې کموالی" د زړه ضربان د زیاتیدو او په کم فزیکي فعالیت سره د ساه لنډۍ عمده علت بلل کیږي


#ولې_د_وینې_کموالی_پورتني_مشکلات_پېښوي؟


مونږ په وینه کې هیموګلوبین لرو چې د بدن مختلفو برخو ته اکسیجن رسوي.

د وینې کموالي نتیجه کې هیموګلوبین کمیږي ځکه نو حجراتو ته کم اکسیجن رسیږي.

د فزیکي فعالیت په وخت کې حجرات زیات اکسیجن ته ضرورت پیدا کوي

بدن کوشش کوي یو څه باید وکړي مګر دا چې حجراتو ته کافي اکسیجن ورسیږي.

پدې ترتیب زړه په بیړني توګه وینه پمپ کوي او د زړه ضربان زیاتیږي او همدا رنګه د تنفس عملیه تېزیږي کوم چې د ساه لنډۍ سب ګرځي.


#څه_باید_وشي؟ 

هغه کسان په خاصه توګه مېرمنې چې عمرونه یې له پنځوس کلنۍ کم وي، او له مخکې نه کومه تشخیص شوي د زړه او سږو ناروغي ونلري، د زړه ضربان زیاتیدو په صورت کې د خپل معالج ډاکټر په مشوره لومړی د وینې یو ساده معاینه (CBC) وکړي. که د تکلیف علت یې د وینې کموالی وي نو تشخیص او علاج به یې پرته له دې چې لوړ بیه معاینې وکړي په اسانۍ سره شوی وي.

Comments

Popular posts from this blog

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې

اروپايان د پوتين له اټومی ځواکه ويره لری

‎ریزش څومره وخت دوام کوي؟