اوکراین وايي روسي ځواکونو د اتومي بټۍ کنټرول اخیستی


 اوکراین وايي روسي ځواکونو د اتومي بټۍ کنټرول اخیستی

د اروپا په تر ټولو سترې اتومي بټۍ کې د روسیې د هوايي بریدونو په پایله کې تر اور لګیدنې وروسته اوس روسي ځواکونه یادې بټۍ ته ورداخل شوي دي او تر خپل کنترول لاندې یې راوستې ده. اوکراین وايي چې اتومي وړانګې نه دي خپرې شوي.

وروسته له هغې چې روسیې په اوکراین کې د اروپا په تر ټولو سترې بټۍ هوايي بریدونه وکړل، د یادې بټۍ په یوه برخه کې اور لګیدلی وو. اوکرایني چارواکو اوس منلې چې روسي ځواکونه تر دغې پیښې وروسته یادې اتومي بټۍ ته ور داخل شوي او د اتومي بټۍ کنترول یې په خپل لاس کې اخیستی دی. اوکرایني چارواکي تائیدوي په دې پیښه کې اتومي وړانګې نه دي خپرې شوي. د زاپوريشیا په نامه د اوکراین دغه اتومي بټۍ د دې هیواد په جنوب ختیځه سیمه کې موقعیت لري او اوس یې کنترول روسیې نیولي دی.

بل لوري ته اوکراین چې د روسیې د پوځي بریدونو نهمه ورځ تجربه کوي، ورځ تر بلې د روسیې د لا ډیر پوځی فشار سره مخامخ کیږي. په همدې ترڅ کې روسي او اوکرایني چارواکو ویلي چې دواړو لورو د بشري کوریډر پر جوړونې توافق کړی څو ملکي کسان په خوندي توګه جنګي سیمې ترک کړي.

Comments

Popular posts from this blog

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې

اروپايان د پوتين له اټومی ځواکه ويره لری

‎ریزش څومره وخت دوام کوي؟