م م: پاکستان د روس پرضد قرارداد کې د راې ورکولو نه ډډه کړې
م م: پاکستان د روس پرضد قرارداد کې د راې ورکولو نه ډډه کړې
پاکستان په ملګرو ملتونو کې د روس په ضد وړاندې کړی شوي قرارداد کې راې/ ووټ نه دی ورکړی او په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منيراکرم ويلي دوی د اوکراين په مامله تشويش څرګندوي، د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د موافقې سره سم د دې شخړې هواری د وخت ضرورت دی.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په بېړنۍ غونډه کې منظور شوي قرارداد کې د روس نه غوښتنه شوې ده چې د يوکرېن نه دې پوځ په فوري توګه واپس کړی شي.
د دې قرارداد په حق کې په 193 غړو هېوادونو کې 141 غړو ووټ ورکړو خو د چين، هند او پاکستان پشمول 35 هېوادونو د راې ورکولو نه ډډه وکړه. او د روس سره شام، شمالي کوريا، اريټيريا او بېلاروس د قرارداد په ضد راې ورکړي دي.
په دې قرارداد کې په يوکرېن د روسي حملې د غندنې په ځای د روس د زورورتيا غندنه شوې ده او ورسره د روسي صدر ولاديمير پيوټن له خوا جوهري پوځ ته د تيار اوسېدو د پرېکړې هم غندنه شوې ده.
د پاکستان د دريځ په اړه د پاکستان سرکاري خبري ادارې ای پي پي ترمخه په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منيراکرم د چارشنبې په ورځ غونډې ته وينا وکړه او وې ويل چې پاکستان به د اوکراين په موجوده حالاتو د تشويش څرګندونه کوي او دا د سفارتي ناکامۍ ښکارندوينه کوي.
هغه وويل په پوځي، سياسي او سفارتي تاو تريخوالي کې زياتوالی به د نړۍ امن او سلامتيا سره سره نړيوال اقتصادي ثبات ته هم خطر رامنځته کړي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د فرورۍ په 28مه قام ته په ټیلي ويژن وېنا کړې خو د اوکراين په اړه يې څه نه وو ويلي.
د پيوټن سره د عمران خان د ليدنې په مهال هم د پاکستان کوم ښکاره دريځ مخې ته نه وو راغلی خو د ملاقات وروسته په جاري شوي بيان کې يې ويلي وو چې وزيراعظم د روس او اوکراين ترمنځ په تازه شخړه افسوس څرګند کړی او پاکستان تمه لري چې دغه شخړه به د پوځي طاقت په ځای د سفارتکارۍ د لارې هواره شي.
امريکا څه ويلي
په عمومي اسمبلۍ کې امريکايي سفيرې لنډاتهامس ګرين فيلډ د چارشنبې په ورځ په خپله وينا کې په روس تور ولګوو چې ظلم هره ورځ زياتېږي، دوي هغه ويډيوګانې کتلي چې غېرمعمولي او لويه وسله روسي پوځ اوکراين ته لېږلې، په دغه وسله کې کلسټر ګولۍ، بارود او ويکيوم بمونه شامل دي.د بېلاروس سفير ويلنټن ريباکوف په روس د مغربي هېوادونو بندېزونه معاشي او مالي ترهه ګري وګرځوله.
Comments
Post a Comment