پاکستان خوسا شوی غنم پر افغانانو د مرستو په نوم تيروي.

 ۲۰۱۶ م کال کې ولسمشر غني د مرکزي اسيا تجارت ته مخه کړه. د قزاقستان اوړو په بشپړه توګه د پاکستاني وړو ځای ونيوه. د پنجاب غنم په ګودامونو او د اوړو په ميلونو کې خوسا او وراسته شول. دا هماغه غنم دي چې وراسته شوي او اوس يې پر افغانانو د مرستو په نوم تيروي.


د پنجابي ګاونډي همدومره مرسته له وسه کيږي چې يې ګورو. حقيقت کې ددې خوسا شويو غنمو ليږل زمونږ خاورې او ټولو افغانانو ته ښکاره سپکاوی دی. همدا اوس پاکستان کې خلک له لږې مري، هغوي چې خپل خلک نه شي مړولی زمونږ به څه چاره وکړي. 

تر ټولو ښه لار يې دا ده چې همدا غنم په لاريو کې بار او د تورخم مزي هاخوا يې ور وغورځوي.مونږ غريب يو خو بيغيرته نه يو.

Comments

Popular posts from this blog

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې

اروپايان د پوتين له اټومی ځواکه ويره لری

‎ریزش څومره وخت دوام کوي؟