د معدي سرطان دا یچ پیلوري له وجهي پيدا کيږی ايچ پايلوري څه شي دي او سنګه يي علاج کولاي شو
د ايچ پايلوري د مخنيوي لپاره د درمل خوړلو تر څنګ وقايه هم اړینه بلل کيږي
#د_ایچ_پیلوري_ناروغی په اړه بشپړه معلومات
!
#H_pylori
Helicobacter pylori يا (H. pylori) د بکتريا يو ډول دی. دغه ميکروب د انسان وجود ته ننوځي او د هاضمي سيستم داخل په معده کي ژوند پېلوي. کله چي يې په معده کي ځای ونيسي؛ څو کاله وروسته بيا په معده يا کوشنيو کولمو کي د ټپ سبب کيږي. په ځينو کسانو کي آن د معدې د سرطان سبب کيږي.
په H. Pylori اخته کېدل په ټوله نړۍ کي عام دي، کابو د نړۍ د نفوس ۲۳مه برخه انسانان په خپل وجود کي دغه بکتريا لري خو په ډيری انسانانو کي يې نښې نه ښکاره کيږي.
Pylori څنګه ناروغي رامنځته کوي؟
تر پېړيو پېړيو روغتيا پوهانو داسي فکر کاوه چي يواځي ذهني فشار، مساله لرونکي خواړه، سګريټ څکول او د ژوند ځيني نور ناوړه عادتونه د معدې ټپ رامنځته کوي، خو کله چي په ۱۹۸۲ کال کې روغتيا پوهانو څيړنه وکړه نو ويې موندل چي يو ډول ميکروب هم سته چي د معدې په تيزابي محيط کي ژوند کوي او د معدې د ټپ سبب کيږي.
کله چې د H. Pylori بکرتيا وجود ته داخله سي؛ مستقيماً د معدې په پوښ (حجروي دېوال) بريد کوي او د معدې ديوال سوری کوي. وروسته بيا په معده کي د خوړو د هضم لپاره سته تيزاب جوړ سوی ټپ شړوي او د معدې د ټپ سبب کيږي.
د H. Pylori بکرتيا د ناپاکو اوبو او خوړو له لارې انسانانو ته داخليږي. دغه ناروغي په هغو هيوادونو او ټولنو کي په لويه پيمانه پيدا کيږي چې د پاکو اوبو له کمښت سره مخامخ وي. دغه بکتريا په کوچنيوالي کې د انسان وجود ته داخليږي خو کولی سي چي د لويانو وجود ته هم داخله سي.
د ناروغۍ نښې نښانې
په عمومي توګه په H. Pylori اخته ناروغان کومي ځانګړې نښانې او علايم نه لري خو کله چې يو انسان پرې اخته سي لاندې علایم په کي راښکاره کيږي:
زړه بدوالی
استفراق (کانګې)
د ګېډې درد
زړه سوځېدل
اسهال
په ډکو متيازو (غايطه موادو) کې توروالی، سوروالی او وينه
د ناروغۍ تشخيص:
څنګه د H. Pylori معاينات کولی سو؟
د ايچ پايلوري ناروغۍ د تشخيص لپاره له څو لارو کار اخيستل کيږي.
۱ــ UBT يا د يوريا تنفس په ذريعه تشخيص: کوم ناروغان چي په دغي لاري يې د ناروغۍ تشخيص کيږي؛ ورته سپارښتنه کیږي چي د تشخيص له ورځېي کابو دوه اونۍ وړاندې بايد د انتي بيوتيک درمل خوړل پريږدي.
د تشخيص پر مهال ناروغ ته يو ډول مايعات ورکول کیږي چي يوريا نوميږي. ناروغ دغه مايعات څښي او لس دقيقي وروسته يې تنفس معاينه کيږي. که چيري په ايچ پايلوري اخته وي نو په وجود کي يې يوريا په کاربن دای اکسايد بدليږي او له خولې يې د کاربن دای اکسايد بد بوی راځي.
۲ــ وينه معاينه کول: د ويني معاينات د دې لپاره ترسره کيږي چې په وجود کې د H. Pylori انتي باډي معلومه کړي. انتي باډي د پروتين يو ډول دی چې د وجود دفاعي سيستم په وسيله جوړيږي او په وجود کي له بېګانه جسمونو سره مقابله کوي. د ويني معاينات يواځې کولی سي چې معلوم کړي د ناروغ په وينه کې د H. Pylori انتي باډي سته او که نه؟
۳ــ د غايطه موادو معاينه کول: د غايطه موادو معاينه کول کولی سي په ډکو متيازو کي د H. Pylori نښانې وښيې. د دغې معايناتو له مخي معلوميږي چي له درملنې وروسته هم په ناروغ کې د H. Pylori آثار پاتې که له منځه تللي دي.
۴ــ Biopsy يا د حجرې ميکروسکوپي معاينه کول:په دې معايناتو کي له معدې څخه حجره اخيستل کيږي او بيا تر ميکروسکوپ لاندي په کي د H. Pylori بکتريا کتل کيږي. دغه معاينات د انډوسکوپي معايناتو په نوم ياديږي. د معدې يا کوچنيو کولمو کي د ټپ معلومولو لپاره غوره لار همدا انډوسکوپي معاينات دي چې په آسانۍ په کي د ناروغۍ تشخيص کيدلی سي. په دې طريقه معلوميږي چې ناروغ په معده يا کولمو کي ټپ، وينه او يا سرطان لري او که نه.
د H. Pylori درملنه:
هغه ناروغان چې د H. Pylori معايناتو نتيجه يې مثبته وي، کولی سي لاندې درمل له ډاکټر سره تر مشورې وروسته وکاروي:
۱ــ (OAC) يا Omeprazole, amoxicillin, and clarithromycin د لسو ورځو لپاره
۲ــ (BMT) يا Bismuth subsalicylate, metronidazole, and tetracycline د څوارلسو ورځو لپاره
۳ــ (LAC) يا Lansoprazole, amoxicillin, and clarithromycin د لسو او څوارلسو ورځو لپاره
مخنيوی:
د ايچ پايلوري د مخنيوي لپاره د درمل خوړلو تر څنګ وقايه هم اړینه بلل کيږي. په دغه نارغۍ اخته او سالم کسان ټول بايد لاندې ټکي په نظر کې ونيسي:
له ډوډۍ خوړلو وړاندې او له تشناب څخه وروسته بايد لاسونه په پاکو اوبو او صابون پرېمينځل سي. همداراز دغه سپارښتنه بايد د کورنۍ کوچنيو ماشومانو ته هم وشي.
له هغه خوړو او اوبو څخه بايد ځان وساتل سي چې ناپاکې وي.
هغه خواړه بايد ونه خوړل چې په سمه او بشپړه توګه پاخه سوي نه وي.
په خپله هم بايد په ناپاکو لاسونو خواړه ونه خوړل سي او هم د هغه چا د لاس خوړو نه ځان وساتل سي چې په ناپاکو لاسونو يې چمتو کړي وي.
له دې هاخوا له فشار، مساله لرونکو خواړو، الکولي مشروباتو او سګريټ څکولو څخه ځان وساتل سي. فشار، الکولي مشروبات، مساله لرونکي خواړه او څګريټ څکول په معده کې زخم نه جوړوي خو جوړ سوی زخم شړوي او د ناروغۍ د زياتوالي سبب کيږي. د ذهني فشار ناروغان بايد له خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړي څو له فشاره د خلاصون آسانه لار ورته وښيې. او هغوی چې سګريټ څکوي بايد له مشرانو وپوښتي چې څنګه کولی سي د سګريټ څکول پريږدي.او د هغه سره ټینګه اراده هم وکړي چي نور سګرېټ پرېږدم.
مننه
بيشکه
ReplyDelete