غاښونه مو په ۲ دقیقو کې په دغه طریقه دا ډول صفا کړئ
غاښونه مو په ۲ دقیقو کې په دغه طریقه دا ډول صفا کړئ
اکثره خلک غاښونو ته دومره پاملرنه نه کوي بلکې دوی ډېر ښکلي غاښونه هم لري خو دومره توجه ورته نه کوي چې کله یې د لاسه ورکړي او یا یې په درد شي فکر وکړي چې غاښونه لوی نعمت دی یوازې غاښونه نه بلکې انسان ټول وجود ډېر قیمتي دی په ډېر لوړ انداز سره جوړ شوی دی د بدن یو ظاهري برخې دي او یو پټې هغه برخې کوم چې سترګو نظر ته مخامخ دي اول سترګې په هغو لږیږي ددې له جملې څخه یو غ
اښونه دي که چیرې غاښونه ښکلي وي مخ ورسره ښکلی ښکاري برعکس که غاښونه خراب وي مخ ورسره دومره ښکلی نه ښکاري یا غاښونه ښکلي وي خو صفا نه وي بیا هم ډېر بد معلومیږي ددې لپاره چې غاښونه مو بد ښکاره نشي موږ به په دغه لیکنه کې یوه اسانه طریقه دروښایو چې په سره به وکولای شئ غاښونه مو په اسانۍ سره صفا کړئددې طریقې لپاره د اړتیا وړ شیان:
①هوږه
②مالګه
③لیمو
④د غاښونو کریم
⑤غاښونو برس
⑥ تراشک
⑦لوښی
د جوړولو طریقه:
لومړئ درې پالي هوږه رواخلئ سپین یې کړئ پوستکی ترې لیرې کړئ بیا یې د تراشک په وسطه ترش کړئ چې ښه میده شي یو لوښي ته یې واچوئ لږه مالګه هم دغه لوښي ته واچوئ او یو متوسط لیمو څخه اوبه اوباسئ یوه کاشوغه د لیمو اوبه هم وراچوئ په پای کې یوه کاشوغه د غاښونو کریم هم وراچوئ ټول د کاشوغې په وسطه حل کړئ ښه یې حل کړئ چې ټول ښه سره ګډوډ شيد استعمال طریقه:
کله چې ټول ښه سره ګډ شول بیا د غاښونو برش په وسطه غاښونه پرې د ۲ څخه تر ۳ دقیقو پورې وواهئ د ښه نتیجې لپاره دغه کړنه هره ورځ وکاروئ یوه هفته ادامه ورکړئ
ان شاءالله غاښونه به مو صفا شي
Comments
Post a Comment