بواسیر څه ډول ناروغي ده ؟ درملنه يي دلته وګوري
⭕ بواسیر څه ډول ناروغي ده ؟
◀ بواسیر د مقعد یا د لوېې کولمې د وروستۍ برخې اړوند د وینې د وریدونو پړسوب ، لوېيدل او کله کله سوري کېدل دي چې د وینې د بهیدو لامل ګرځي . په عام ډول دغه رګونه د فاضله موادو خارجولو دنده پر غاړه لري ، خو که چېرې دغه رګونه د فشار یا بل څه لامله وپړسېږي او یا وینه غونډه شي نو انسان له جدي ستونزو سره مخ کوي . بواسیر ناروغي داسې بڼه هم لري چې په سترګو نه لېدل کیږي او نه هم دردونه لري خو د انسان په داخل کې شتون لري چې د فاضله موادو پر وخت خارجیږي او تیز نیلي رنګ ته ورته رنګ لري .
◀ ددې ناروغۍ دوه ډوله دي . خارجي او داخلي ( خوني او بادي) ورته ویل کیږي . که د مقعد په داخل کې وي داخلي ډول او که د مقعد وروستۍ برخه کې وي نو خارجي ویل کیږي . داخلي یا بادي یې درد هم کم لري او په سترګو هم نه لېدل کیږي . خو خارجي یا خوني یې بیا دردونه هم لري او د فاضله موادو د وتلو پر مهال وینه هم ځي . د لندن په یوه دولتي روغتون کې یوه مشهور جراحي ډاکټر « نیک ویسټ » وایي : په داسې وخت کې عاجل ډاکټر ته رجوع کول پکار دي ځکه چې دا د پټ بواسیر نه ډېر خطرناک دی . په دغه ناروغۍ ښځې او نارینه ټول اخته کېدای شي ، خو د ۴۵ نه تر ۵۰ یا تر دې زیات عمره کسان پرې ډیر اخته کیږي .
⭕ د ناروغۍ درجې او نښې په دغه ډول دي : تشناب ته له تلو وروسته د مقعد په وروستۍ برخه کې درد او سوزیدنه ، د وړې پوکاڼۍ په شکل فاضله موادو کولو نه وروسته د مقعد داخل کې وي ، خو پخپل ځای پاتې وي . تشناب ته د تلو پر مهال د وینې بهیدنه یا موجودیت ، د ضرورت پوره کولو نه وروسته د مقعد څخه بهر راوځي ، په دې کې غونډه شوې وینه خارجیږي خو بیرته خپل ځای ته پخپله ځي . په مقعد کې د یوې کتلې یا دانې را منځته کېدل ، دا درجه یا نښه دویمې درجې ته ورته ده خو هغه پوکاڼۍ شکله شی چې د مقعد څخه بهر راوځي ، د ګوتې په واسطه ننویستلو ته اړتیا لري ، خو که مونږ په دغه وخت کې د ګوتې استعمال ونکړو پوکاڼۍ د مقعد څخه بهر پاتې کیږي . د مقعد تورم پړسیدنه او التهاب ، دا تر ټولو خطرناکه درجه یا نښه ده او اکثره د مقعد دننه عملیاتو ته اړتیا لري کوم چې د مقعد دننه یې ستونزه پیدا کړې وي .
⭕ د بواسیر رامنځته کېدو لاملونه : بواسیر مختلف لاملونه لري د ډاکټر « نیک ویسټ » په وینا د بواسیر رامنځته کېدو لاملونه د فاضله موادو د وتلو پر وخت زور یا فشار راوستل دي ، په تېره چې بیا انسان چاغ هم وي نو د مقعد په رګونو یې فشار زیاتیږي او د بواسیر لامل جوړیږي . روزانه د اوږدې مودې لپاره کېناستل ( په ځانګړي ډول د پښو په سر کېناستل پر رګونو فشار راولي ) یا ودرېدل ، د ښځو امیدواري او د مقعد ځای سوزېدل ( دغه نښه یې تر ټولو چټکه او ښکاره نښه ده چې ژر ترې د بواسیر ناروغي هم څرګنديږي ) . سربېره پر دې داسې ناروغۍ چې د بواسیر لامل جوړیږي او یا هم ددې ناروغۍ رامنځته کېدو کې مرسته کوي ، اوږدمهاله ټوخی ، اوږدمهاله نس ناستې ناروغي او یا هم داسې میراثي ناروغي چې د بدن په داخل کې وي ، شاملې دي .
◀ د بواسیر ناروغۍ درملنه : باید داسې کارونه وکړل شي چې د ناروغۍ مخنیوي کې مرسته وکړي ، ددې لپاره دغه نسخې عملي کړئ : تشناب کې د ډکو متیازو لپاره په آرامه کښینئ ، او هڅه مه کوئ چې زور ووهئ ، همدا ډول ډېر وخت مه تېروئ ، تشناب ته د ژر ژر تلو لپاره زړه ښه کړئ خو په یو وار ډېر وخت مه تېروئ . په خوراکونو کې د فایبر کچه زیاته کړئ ، په اصطلاح د تازه میوو او شنه سابو د خوراک کچه زیاته کړئ ، همدا ډول د ګرم خوراکونو څخه ځان وساتئ ( خو باید وویل شي چې ګرم خوراکونه پر هر چا بد اغیز نه کوي ) . په مناسبه اندازه پیدل تګ وکړئ ( د ورځې په اږدو کې د نیم ساعت په اندازه ) ، له اندازې ډېر پیدل تګ هم د بواسیر لامل جوړیږي . زیاتې اوبه وڅښئ ، ډیرې اوبه څکل هیڅ ډول تاوان نه رسوي ، نو د ورځې په اوږدو کې لږ تر لږه دوه نیم لیتره اوبه وڅکئ ، او همدا ډول د سګریټو له څکلو څخه هم ځان وساتئ . همدا راز ددې ناروغۍ پر وخت د درد کمولو لپاره باید دغه لارې غوره کړل شي : د درد کمولو لپاره استراحت ، د درد انتي بیتیک او د رګونو یو ډول ( منقبضوونکي ) کریمونه استعمال کړئ . په ګرمو اوبو کې یو شېبه کښیناستل هم د درد آرامولو لپاره غوره بېلګه ده ، سربېره پر دې د نظافت مراعات کول تر ټول اړین دي ، چې د تشناب کولو نه وروسته مقعد په پاکو اوبو په نرمښت سره پریمنځل شي . په لومړي سر کې خو د بواسیر ناروغي په پورته ذکر شوو شیانو له منځه ځي خو که چیرې دغه ناروغي په بده واوړي او یا دردونکي شي بیا یې درملنه اړینه ده ، که چیرې په پورته ذکر شوې درملنه کې ناغیړي وشي د ناروغۍ بېرته راګرځېدو امکان هم ډېر وي ، او آن چې د عملیاتو وروسته هم ددې د راګرځېدو امکان شته خو که چیرې ناغیړي وشي . همدا ډول ډاکټران اکثره د بواسیر نوعیت معلومولو څخه وروسته د جراحي عملیاتو پرېکړه کوي ، او ددې لپاره ډاکټرانو ډول ډول عملیات د بواسیرو لپاره وړاندې کړي دي .
📢 دا معلومات خامخا نشر / شئیر Share کړئ !
⭕ که لیکنه مو پوره لوستلي وي کمِنټ کي ولیکئ چې پوره ولوستل شو ! د لازیاتو ګټورو طبی او اسلامی معلوماتو لپاره
Doctor Hanif Taib
په زړه پوری معلومات
ReplyDelete