ریزش څومره وخت دوام کوي؟
ریزش څومره وخت دوام کوي؟
لیکنه: ډاکټر نورالحق امین
ریزش څومره وخت دوام کوي:
ریزش چي یوه عامه مریضی ده ،مختلف مشکلات مینځ ته راوړي لکه د بدن درد،تبه،یخني،د ټول بدن ناارامي،ټوخۍ،د پزي څخه اوبه راتلل،استفراق،اسهال،کهالي او یاهم د ستوني درد.
هرڅوک غواړي چی ریزش یی ژر جوړسي خو دا چي ریزش څومره وخت دوام کوي؟ او په علاج سره ریزش ژر جوړیږي او که نه؟
دا ټول ستاسي د بدن په روغتیایي حالت پوري اړه لري.
ریزش یا انفلوانزا یوه تنفسي ساري (انتقالیدونکي) ناروغي ده چي د انفلوانزا د درو وایرسونو ( A,B,C) د یوه څخه مینځ ته راځي،کله چي مریض و ټوخي یا ترنجۍ وکي نو ویروس په ډیره اسانۍ سره د یوه شخص څخه بل شخص ته په هوا کي د مریض شخص دناړو په واسطه انتقال مومي.
ریزش اکثره وخت د انسان د بدن د محافظوي یا دفاعي سیسټم په واسطه د مینځه ځي او خپله جوړیږي، خو کله چي د انسان بدن ته د خولي او پزي له لاري د ریزش یا انفلوانزا وایرس داخل سي نو د یوي څخه تر څلورو وروځو پوري د ریزش علایم ښکاره کیږي او د پنځو څخه تر اووه ورځو پوري دوام کوي.
هغه کسان چی د انفلوانزا واکسین يي لګولی وي یا خو د ریزش څخه محفوظ وي او یا هم په دغو کسانو کي د ریزش مریضي ډیره کمه او ژر جوړیدونکي ده.
په ځینو کسانو کي د ریزش د سختۍ او مشکلاتو چانس زیات وي او حتی د سینه بغل سبب ګرځیدلای سي چی دا کسان په لاندي ډول دي:
1- کوچنیان
2- هغه کسان چی عمر یی ۶۵ کاله یا د ۶۵ څخه زیات وي.
3- هغه کسان چی دوامداره مریضي لکه د ساه لنډی مرض،د زړه مرض،ایډز یا HIV ،او یا هم شکره ولري.
4- حمل داره ښځي
5- هغه کسان چي وزن يي ډیر زیات وي یعني BMI يي ۴۰ یا د ۴۰ څخه زیات وي.
ددغه پورتنیو کسانو محافظوي یا دفاعي سیسټم کمزوري وي او د سینه بغل یا Pneumonia د اخته کیدو چانس پکښی زیات دی، او که سینه بغل پر وخت تداوي نه سي ، د مرګ سبب ګرځیدلای سي.
کیدای سي د زړه ، دماغ،سږو او د بدن د نورو برخو د التهابي یا میکروبي کیدو سبب وګرځي.
علاج:
ریزش په استراحت، د زیاتو مایعاتو په چیښلو،د درد او تبي په دوا لکه: Paracetamol,Ibuprofen سره جوړیږی.په هغه کسانو کي چی محافظوي سیسټم يي کمزوری وي ډاکټر د وایرس ضد یا Antiviral دوا هم ورکوي.
مخنیوی:
د ریزش یا انفلوانزا د مخنیوي لپاره په لاندي نقاطو عمل وکئ:
1- هر کال د ژمي په سر کي یا د مني په فصل کي د انفلوانزا واکسین ولګوئ،چي پنځوس فیصده د مریضی مخه نیسي.
2- په بازار ،رش او ګڼه ګوڼه کي د ماسک بسته کول مه هیروئ.
3- د خوراک څخه مخکي یا و مخ ته د لاس ور وړلو څخه مخکي خپل لاسونه په صابون او ابو سره پریولئ.
4- کله چي مریض سی نو پر وخت د ډاکټر سره مشوره کوئ.
5- سیګریټ څکول پریږدئ ځکه انفلوانزا په سیګریټ څکونکو کي د سیګریټ د نه څکونکو په نسبت زیاته ده.
ستاسو د روغ صحت په هیله ډاکټر نورالحق امین
Harvard health Journal
ښایسته معلومات
ReplyDelete