د ګلبدين حکمتيار د لور واده د يو پاکستانی سره او د خلکو غبرګونونه

 

له يوه پاکستاني ډاکټر سره د ګلبدين حکمتيار د لور، عابدې حکمتيار واده ته افغانانو بیلابیل غبرګونونه ښودلي دي.

دوی ويلي، چې حکمتيار او يو شمېر نورو «جنګسالارانو»، د جهاد په نامه ښوونځيو ته د تلونکو افغانانو په مخونو تېزاب شيندل؛ خو په خپلو اولادونو يې بهرنيو هېوادونو کې ازادانه زده کړې کولې.

دوی ليکلي، چې اوسني واکمنان هم پردي اولادونه ځانمرګو بريدونو ته چمتو کوي؛ خو خپل اولادونو يې په بهرنيو هېوادونو کې زده کړې او ازاد ژوند کوي.

عابدې حکمتيار د خپل کالج له ملګري سره واده کړی، چې بلنلیک يې په ټولنيزو رسنيو خپور شوی دی.

ZAWIANEWS





Numan dos


فیسبوک کې د یوه رهبر ډاکټرې لور ته منسوب د واده بلنیک

 ، ښکته و پورته کیږي او دا هم ورسره غوټه کیږي چې له فرضي کرښې اخوا د کوم بختور ځوان په نصیب شوې.


خلک غوسه دي چې ولې دا پیغله په داسې حال کې ډاکټره شوه، چې د همدې مشرانو په امر خپل وطن کې تعلیمي مراکز وسوزول شول او ویجاړ شول.

په زرګونو شاګردان، محصلین، استادان یا ووژل شول او یا له زده کړو محروم شول او...

د ا بل رهبر زوی چې خارج کې غرق او نشه ګرځي هغه پسې هم خلک خبرې کوي

او د هغه بل....

و بې انصافو!

د هیچا په خوشالۍ مه خپه کیږئ.

هغه وخت چې د همدوی په امر جنګیدلئ؛ کله مو له رهبرانو پوښتلي و چې ستاسو اولادونه په کوم سنګر کې دي؟

هغه وخت چې تاسو د خپلو خلکو ښوونځي سوزول، کله مو له مشرانو پوښتلي و چې که مکتبونه دومره بد شی وي؛ نو ستاسو اولادونه ولې پردیو مکتبونو کې په زده کړو بوخت دي؟

او...

لږ له زغمه کار واخلئ


که هغه کارت رښتیا وي، نر غوندې د خوشالۍ په دې مراسمو کې ګډون وکړئ او خپلې سپیرې کولمې غوړې کړئ.


او:


لاسونه بډ وهئ ګډیږئ

د غریبانو ښادي کله کله وینه


مبارک، مبارک!

Comments

Popular posts from this blog

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې

اروپايان د پوتين له اټومی ځواکه ويره لری

‎ریزش څومره وخت دوام کوي؟