اروپايان د پوتين له اټومی ځواکه ويره لری
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یکشنبې پر ورځ په اوکراین د روسيې د پراخ برید پر وړاندې د ناټو د غبرګون له امله، خ
پل اټومي ځواکونه ته د تیارسئ سپارښتنه وکړه. له دې سره همهاله، د روسیې متحد د بلاروس دولت خبرداری ورکړ، چې د روسیې پر خلاف د لوېدیځ بندیزونه به د درېیمې نړیوالې جګړې د پیلېدو لامل شي. اروپايي دولتونو دغو ګواښونو ته هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.
ډېری اروپايي وګړي له هغې جملې (هغه کسان چې په لوېدیځه اروپا کې، د اوکراین له جبهې لرې ژوند کوي) نور نه شي کولای، پر خپلو اندېښنو برغولی کېږدي. د دوی (اروپايي وګړو) سخته وېره له پوتین څخه ده. د لویو وچو ترمنځ د جګړې وېره چې ښایي له اټومي وسلو هم کار واخیستل شي.
نونو ګومز په بروکسل کې په یوه کافي شاپ کې مشتریانو ته د قهوې جوړولو په دستګاه کې د سپرسو (ایټالیايي قهوې) د برابرولو په حال کې و، چې د تلویزیون له لارې یې د اوکراین په جګړه کې د درنو چاودنو غږ واورېد. ۲۱ کلن پرتګالی باریستا له میلیونونو اروپایانو یو و، چې ډاډمن و، ښایي په کومه لرې سیمه کې جګړه پيل شوې وي، وايي: «د باور وړ نه ده، زه له پوتین څخه ډېره وېره لرم. که اروپا له اوکراینیانو سره د مرستې لپاره دغه هېواد ته پوځیان ولېږي، پوتین به پر موږ برید وکړي. بلجیم به یې لومړنی هدف وي؛ ځکه د اروپا په مرکز کې دی.»
په دې لړ کې کریستوف کرسنز، د بلجیم د هوګاردن ښار کې په یوه کافي کې څښاک څښي. هغه د روسیې د ولسمشر په هکله وايي: «متاسف یم چې توندې خبرې کوم؛ خو هغه بېړا یا احمق دی.» هغه پر کیف د روسیې په برید په غوسه دی؛ خو نه پوهېږي، چې د جګړې درولو لپاره اروپايي هېوادونه څه کولای شي. هغه د روسیې له ولسمشره د سختې وېرې په اړه وايي؛ داسې وېره چې اروپا له پرېکنده اقدامه ډډه کوي. کرسنز د معلولانو لپاره په یوه موسسه کې د ټولنیز کارکوونکي په توګه د اوکراین د اوسېدونکو په هکله اندېښمن دی؛ خو د ګومز په شان هغه هم له داسې سړي وېره لري چې «لوی پوځ» ورسره او د اټومي وسلو له لویې کارخونې برخمن دی. کرسنز وایي: «په یوه حالت کې ښايي وغواړو چې اروپا له روسيې سره د جګړې لپاره اوکراین ته ځواکونه ولېږي؛ خو که دا کار وکړو، ښايي پوتین پر موږ برید وکړي.»
کریستینا ویناند، کاتیا لسل او فیلیپ ګوتوفسکي، هغه یوه ډله دوستان دي، چې د جرمني د لوېدیځ په یوه رستورانت کې د غرمې ډوډۍ لپاره ناست دي. ویناند وايي: «هغه (پوتین) خطرناک سړی دی، خطرناکې وسلې لري، که جرمني په جګړه کې ښکېله شي، جګړه لا پراخېږي، چې ښايي په نړیواله جګړه بدله شي.» په داسې حال کې چې واورې د ژمي په یوه سړه ورځ کې واټونه پوښلي، ګوتوفسکي په رستورانت کې چې مرکز ګرمي لري، د خوړو مینو اړوي رااړوي. دوامداره برېښنا او مرکز ګرمي د اروپا د هوساینې امکانات دي. ګوتوفسکي وایي: «اوکرایني سیاستوال حق لري، د جرمني ملاتړ چې تر اوسه شوی دی، د خندا وړ لوبې په شان وګڼي؛ خو شرایط سخت دي، ځکه موږ د روسیې ګازو ته اړمن یو، وضعیت خراب دی.»
په څو هېوادونو کې لسګونه اروپايانو د فارن پالیسۍ د پوښتنې په ځواب کې چې اروپا به د روسيې د کړنو او اوکراین د سقوط د مخنیوي لپاره کافي اقدام وکړي، همدا ځواب یې تکرار کړ. ان که ویل شوي وای، چې د اوکراین کوچنی پوځ د روسیې د لوی پوځ شاتګ وړتیا نه لري، هېچا د روسیې پر خلاف ځواکونو له لېږلو ملاتړ ونه کړ.
دوی د بندیزونو له لګولو ملاتړ وکړ؛ خو څوک حاضر نه دي چې له بلې سرچینې د ګازو د پېرلو لپاره لوړ لګښت ورکړي. په اروپا کې د پوتین پر خلاف عمومي غوسه زیاته شوې؛ خو په زړونو کې وېره هم زیاته شوې ده.
ډېری کسان ټینګار کوي، چې اروپا باید په اټومي وسلو سمبال پوتین تحریک نه کړي. د اوکراین واټونو ته د روسیې ځواکونو له لېږلو او پر د اوکراین پر پلازمېني کیف د هوايي بریدونو له پیلېدو یوه ورځ مخکې، پوتین په خپله تلویزیوني وینا کې وویل: «روسیه به چټک ځواب ورکړي او پایلې به یې داسې وي، چې په ټول تاریخ کې به چا نه وي لیدلې. ان د شوروي اتحاد له ړنګېدو او زموږ د زیاتو برخو له لاسه وتلو وروسته، روسیه نن یو اټومي ځواک دی.»
کابو ټولو وګړو چې له فارن پالیسۍ سره یې خبرې کړې، پوتین یې خطرناک کس بللی چې موخه یې د اروپا «د اوسني نظم له منځه وړل» دي. دوی هغه د یوه لېوني په توګه ویني، چې په لږ وخت کې ښارونه او د دوی د ژوند بڼه ورانولی شي. دوی لېواله دي، چې له اوکراین سره مرسته وکړي؛ خو د دوی اصلي لومړیتوب د هغوی په هېوادونو کې د جګړې له نه پیلېدو ډاډ ترلاسه کول دي.
د هغې د نظرپوښتنې له مخې چې په ۲۰۱۷ کال کې د پیو څېړنیز مرکز له خوا شوې، ۷۸ سلنه اروپايان د پوتین پر مشرۍ باور نه درلود؛ خو تېره اوونۍ د جګړې له پیلېدو وروسته، لوېدیځې اروپا هغه د مستقیم امنیتي ګواښ په توګه وباله. داسې ښکاري چې روسیې د اروپایانو په ذهن او زړونو کې تر ټولو لوي د ګواښ په توګه د داعش ځای نیولی دی.
لکه څنګه چې پوتین د روسیې له خوا د اټومي ګواښ خبره کوي، اروپایان چې فارن پالیسۍ ورسره خبره کړې، په دې اړه موافق نه دي چې د دوی (ناټو) پوځي وحدت به هم متقابل عمل ترسره کړي. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جین ایو لودریان، په متحاط ډول روسیې ته یادونه وکړه، چې د ناټو غړي هېوادونه هم له اټومي وسلو برخمن دي. د اټکلونو له مخې، روسیه کابو شپږ زره اټومي وسلې لري؛ په داسې حال کې چې امریکا ۵ زره او ۵۰۰ اټومي وسلې لري.
کارپوهان باوري دي، روسیه پوهېږي چې اروپا په بشپړ ډول له وسله والو نښتو او په ځانګړې توګه د اټومي وسلو له کارولو بېزاره ده. دوی وايي، د روسيې ګواښ چې د اروپايانو د وېرولو لپاره و، کارنده و. له اټومي پلوه د روسیې برلاسی لوی لامل دی، چې امریکا او اروپايي متحدینو یې د جګړې ډګر ته د ځواکونو له استولو ډډه کړې ده.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي چې د خپلو خلکو له ژغورلو ناهیلی شوی، په بېځایه ډول ناټو ته د چټک داخلېدو غوښتنه یې کړې چې دا چاره د دې لامل کېږي، غړي هېوادونه له مجبوري له اوکراینه دفاع وکړي. هغه په یوه ویډیو کې چې د اوونۍ په پای کې خپره شوه، وايي: «ما د اروپا له ۲۷ مشرانو پوښتنه وکړه، چې اوکراین به د ناټو غړی شي که نه؟ ما په مستقیم ډول له دغو مشرانو پوښتنه وکړه؛ خو ټول وېرېږي او [مثبت] ځواب نه ورکوي، موږ یوازې پاتې یو. څوک حاضر دي چې زموږ په ملاتړ د جګړې ډګر ته داخل شي؟»
امریکا او اروپايي متحدین یې ټینګار لري چې د ځواکونو له لېږلو پرته هر کار کولو ته ژمن دي. «امریکا او متحدین» یې نه یوازې په دې اړه چې روسیه د سویفت سیستم له کارولو بې برخې کوي، له یو بل سره یوه خوله وو، بلکې د اروپا له هوايي حریمه یې د روسي الوتکو تګ راتګ منع کړی دی. سربېره پر دي، اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې له مالي پلوه به پر اوکراین د روسيې برید د درولو لپاره د اړتیا وړ وسلو له برابرولو ملاتړ وکړي.
له هغې وروسته چې د جګړې په ډګرونو کې د بریتانیا توغندي او د امریکا «جاولین» ډوله د ټانک ضد هدایت شوي توغندي ولیدل شول او راپور ورکړل شو، چې له اوکراین سره دا مرسته شوې، د جرمني لومړي وزیر د جګړې ډګر ته د وسلو د نه لېږلو په اړه د دغه هېواد له دریځه شاتګ وکړ او تصمیم یې ونیوه چې د لومړي ځل لپاره زر د ټانک ضد وسلې او ۵۰۰ سټینګر توغندي برابر کړي. هالنډیانو اعلان کړی، چې پنځوس Panzerfaust 3 د ټانک ضد او سلګونه توغندي اوکراین ته ورکړي او همداراز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي، چې واشنګټن به د اوکراین د دفاعي برخې د پیاوړتیا لپاره د ۳۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت پوځي وسایل ولېږي.
د اوونۍ په پای کې، داسې رپوټونه خپاره شول، چې په کیف کې اوکرایني پوځیانو او جنګي الوتکو د روسیې د هوايي او ځمکنیو ځواکونو له پراخو بریدونو سره سره په بريالیتوب عمل کړی دی. په دې توګه، اوکراینیانو د مبارزې لپاره خپله اراده ښودلې او تر هغه چې له لوېدیځه وسلې ترلاسه کړي، ښايي چې دا چانس ولري، چې لږ تر لږه په کافي اندازه روسیه زیانمنه کړي، تر څو پوتین اړ کړي، چې د خپل یرغل په اړه له سره غور وکړي.
د اروپا او منځنۍ اسیا لپاره د بحران د نړیوالې ډلې د پروګرام مدیر اولګا اولیکر وایي: «د روسیې له پراخ بریده مخکې مې ویل – او په دې باور وم – چې د لوېدیځ د وسلو مرسته په هېڅ توګه د روسیې سمبال ځواکونو ته د ماتې ورکولو لپاره بسنه نه شي کولای. زه نور ډاډمن نه یم چې سم فکر به مې کاوه او تر اوسه نه یم ډاډمن شوی.
روسیې تر اوسه خپل ټول توان نه دی کارولی؛ خو اوکراینیان په مېړانه او حیرانوونکي توګه جنګېدلي؛ په داسې حال کې چې روسي ځواکونه لکه څنګه چې ما تمه لرله، دومره پرمختګ یې نه دی کړی. لوېدیځ هېوادونه باید اوکراین ته د مرګوني او نورو وسایلو وړاندې کولو ته دوام ورکړي.»
د امریکا او اروپا بندیزونه د روسيې له پوځي ځواک سره برابر نه دي او لرې ښکاري چې پوتین او ملګري یې د اوکراین له ختیځه شاتګ ته اړ کړي. په مقابل کې اوکرایني جنګیالیو ته د وسلو مرسته ښایي کیف ته د پوتین پرمختګ ډب کړي؛ چې بل لوري ته به د اروپايانو په زړونو کې د روسیې له خوا د اټومي ځواب په اړه وېره زیاته کړي.
بلکل په نړي کي يواځي ملک روس دي چي زياتي اتومي وسلي لري
ReplyDelete