د اپنډکس علت او علايم يي څه دی تشخیص او درملنه یی څنګه وکړو
#اپڼډيکس (#اپڼډيسايټيز )
اپڼډيکس څنګه ناروغي ؟
څنګه رامنځ ته کيږي ؟
علت يي څه شي دي ؟
د ناروغي عراض او علاېم څه دي ؟
تشخيص يي څنګه وکړو ؟
درملنه يي څه ده ؟
او د درملني په نه صورت کي کومي بدي پايلي لري ؟
د پورته ټولو پښتنو ځواب په دغه ليکنه کي تر لاسه کړي.
#اپندكس_يا_اپڼډيسايټيز
اپندکس يو تيوب ماننده چنجي ته ورته ساختمان دي كوم چي د غټو كولمو د سيكوم د برخي پوري وصل شوي چي وظيفه يي د انسان په معافيت کي رول لوبول دي.
هر كله چی دغه اپندكس په التهاب اخته شي او دخپل نارمل حالت سخه غير نورمال شي نو ورته اپنديسايتيز وايي يعني اپندکس التهابي او ميکروبي شوي وي.
#د_اپڼډکس_د_ناروغي_د_رامنځ_ته_كيدو_علت:
د هره سببه چی د اپندکس د تیوب هغه برخه کومه چی د غټو کولمو د سیکوم د برخي سره وصل ده بنده او یا تنگه شي اپندیسایتیز رامنځ ته کیگی( lumen بندوالي).
چی دغه بندوالی کیدای شی په کولمو کي د غایطه تیگو ، اسكريس چینجی، میوجاتو او حبوباتو دانو ،او د اپندکس د لومین برخی د تنگوالی له کبله رامنځ ته کیگی.
#کله_چی_اپڼډيسايټيز_رامنځ_ته_شي_په_ناروغ_کي_لاندي_اعراض_موجود_وي.
١ درد به وي البته درد به اول د نامه له ناحيي شروع شي او بيا به خي طرف ښکته انتقال شي، حتمي نه ده چي درد دي
له نامه ناحيي شروع شوي وي.
٢ كانگی او زړه بدوالي به وی .
۳ بی اشتهایی به وی .
۴ قبضیت به وی .
۵ كيداي شي تبه هم وي.
٦ د گيډي پړسوب.
۷ د ادرار په وخت کی په مشکل سره د ادرار کول .
٨ او د گیدی مربوطه عضلاتو شخوالی به ناروغ كي موجود وي .
كله چی کوم شخص د پورته عراضو سخه سو عراض ولرل نو دی ته مجبور کیگی تر سو شفاخانه ته مراجعه وکړي چي محترم داکتر صاحب به لاندي نښي په ناروغ کي وپلټي.
د_ناروغی_نښي(sign)
١ كه د ناروغ په چپ طرف کی د نامه نه لاندی د لاس پواسطه فشار وارد شی نو په خی طرف کی به درد حس شی(rovsign sign)
۲ كله چی ناروغ ستون ستاغ واچول شی او خی طرف ته ورون ته د ۹۰ درجی په اندازه داخل طرف ته تدور ورکرو نو ناروغ به بیا هم د درد احساس وکری.(obturator sign)
۳ كله چی ناروغ چپ ارخ واچول شی او ناروغ ته د خی رون په hyperextension حالت راولي نو بیا به هم ناروغ د درد احساس وکری ( psoas sign)
۴ که چیری د ناروغ په خی طرف لاندی ساحه کی د لاس پواسطه فشار وارد شی نو د لاس د لری کولو په وخت کی به بیا هم ناروغ درد نه شکایت وکری.
تشخیص
محترم داکتر صاحب به تشخیص د عراضو ، علایمو , لابراتواری معایناتو او راډيولوژيکي معايناتو په اساس وکولای شی.
تدواي
ددي ناروغي يوازيني د حل لاره جراحي عمليات دي چى
د عمليات په واسطه اپڼډکس د ناروغ څخه ويستل کيږي.
#او_د_درملني_په_نه_صورت_کي_لاندي_بدي_پايلي_لري ( #اخطلاطات)
1 peritonitis
2 Peri appendicular mass
3. Peri appendicular absece.
Comments
Post a Comment