لاورف: درېیمه نړیواله جګړه به یوازې اتومي جګړه وي

 د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په خپلو تازه څرګندونو کې د لویدیځ سیاستوال تورن کړي دي‌ چې د اتومي جګړې د تثبیتولو او برابرولو هڅه کوي. 

ښاغلي لاوروف نن پنجشنبه مارچ درېیمه (سلواغه ۱۲) په یوې انلاین غونډې کې ګواښ وکړ چې درېیمه نړیواله جګړه به اتومي جګړه وي. هغه د روسیې او نورو هېوادونو له خبریالانو سره په اوکراین د خپل هېواد د برید په اړه غږېد.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر  وویل: «ښکاره خبره ده چې درېیمه نړیواله جګړه به اتومي جګړه وي.» خو هغه په دې برخه کې د اروپايي هېوادونو مشران تورن کړ چې ګنې د هغه په نظر د دغې جګړې لپاره زمینه سازي کوي.

هغه زیاته کړه «غواړم یو ټکي‌ته اشاره وکړم چې د اتومي جګړه مفکوره تل د لویدیځو سیاستوالو په ککریو کې وي نه د روسیې. بناً، ډاډ درکوم چې هېڅ ډول پارونې ته به اجازه ورنکړو چې زموږ توازن خراب[ موږ بې لارې] کړي.»

داتومي څار د ادارې غبرګون 

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د اتومي څار ادارې په یو پرېکړه لیک کې په روسیې ټېنګار کړی دی چې د «چرنوبل» د ناورین د ځای په ګډون د اوکراین په ټولو اتومي تاسیاتو کې خپل «اقدامات بند» کړي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې دغې ادارې ورته د خپل پریکړه لیک یوه کاپي استولې ده چې په کې «په اوکراین کې په زوره د اتومي تاسیساتو ترلاسه کول او د روسیې فدرال د تاوتریخوالي اقدامات» غندل شوي دي.

یوې دپلوماتیکې سرچینې ویلي دي چې دا پرېکړه لیک د رایو په اکثریت «۲۸ هېوادونه» تصویب کړی او یوازې روسیې او چین یې په مخالفت کې رایه ورکړې ده.

د دغې سرچېنې په حواله، پاکستان، سینیګال، جنوبي افریقا او ویتنام له رایې ورکولو ډډه کړې ده.

روسیې تېره اونۍ په اوکراین یرغل پیل کړ چې تر دې دمه د راپورونو په اساس په دواړو غاړو کې سلګونه پوځي او ولسي خلک په کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

امریکا او اروپا دواړو په اوکراین باندې د روسیې یرغل په کلکه غندلي، په هغوی یې اقتصادي بندیزونه لګولي او له اوکراین سره یې پوځي او بشري مرستې پیل کړي دي. د اروپا او امریکا چارواکو د روسیې تر یرغل مخکې په وار وار مسکو ته دا خبره کوله چې په اوکراین یرغل به «جدي عواقب» ولري.

تېره ورځ د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن ملت ته په وینا کې وویل چې پوتین په اوکراین باندې د یرغل په اړه غلطه محاسبه کړې وه. هغه وویل چې امریکا او متحدین به یې د اوکراین تر څنګ درېږي او په خبره یې پوتین تر بل هر وخت اوس په نړۍ کې ډېر منزوي شوی دی.


Comments

  1. ټول مشکل امريکايانو جوړ کړي

    ReplyDelete

Post a Comment

Popular posts from this blog

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې

اروپايان د پوتين له اټومی ځواکه ويره لری

‎ریزش څومره وخت دوام کوي؟