د طالبانو له خوا د افغانانو پر سفر محدوديت د امریکا او بريتانيا انديښنې راپارولي

 د طالبانو دغه اعلان چې وايي افغانان پرته له کوم عذر نه شي کولی بهرنيو هېوادونو ته سفر وکړي، امريکا او بريتانيا انديښمن کړي دي. هغوی ويره لري چې دا کار به له دغه هېواده د افغانانو د را ايستلو هلې ځلې له خنډ سره مخ کړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يکشنبې په ورځ په کابل کې د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې ويلي ول چې هغو افغانانو ته به له هېواده د وتلو اجازه ور نه کړي چې تر څو هغوی يو عذر او د سفر معلوم هدف ونه لري. نوموړي همدا راز ويلي ول چې ښځې به هم پرته له شرعي محرم څخه بهرنيو هېوادونو ته د سفر اجازه ونه لري.

د افغانستان له پاره د بريتانیې شارژ دافیر هوګو شورتر، د دوشنبې په ورځ د تويتر له لارې ویلي چې د طالبانو دغه اعلاميه یې ليدلې ده. هغه زياته کړې: «دا د سفر پر آزادۍ د نه منلو محدوديتونه دي. زه پر طالبانو غږ کوم چې خپله دغه خبره ژر تر ژر واضح کړي.»

تر اوسه لا دا خبره روښانه نه ده چې آیا د طالبانو محدوديت به د نړۍ د دولتونو او سازمانونو له خوا د هغو افغانانو چې له دوی سره یې همکاري کړې ده، د تخلیې هلې ځلې د خنډ سره مخامخ کړي او که نه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ویاند هم د دوشنبې په ماښام وويل چې دوی به له طالبانو سره په دې اړه خبرې وکړي. دغه وياند زياته کړه: «موږ د رسنيو له لارې د طالبانو اعلاميه وليدله او خپلې انديښنې مو له طالبانو سره مطرح کړې.»

دغه وياند زياته کړه چې د افغانانو د ځای پر ځای کولو له پاره د آسانتياو د برابرولو زموږ وړتيا افغانانو ته د تېریدو د لارې د ورکړې د طالبانو پر خپله ژمنه په درېدو پورې اړه لري.

»مجاهد ويلي ول چې د طالبانو د سفر بندیزونه به پر هغو افغانانو هم صدق وکړي چې له ناټو او امریکايانو سره یې همکاري درلودله خو دا یې واضح نه کړه چې د کوم شرائطو پر اساس به هغوی د تخلیې وړتيا ولري.

مجاهد زياته کړې وه: «موږ به افغانانو ته  تر هغه د وتلو اجازه ور نه کړو څو یې منزل معلوم نه وي.»

مجاهد همداراز ويلي ول چې د داسې رپوټونو د ترلاسه کولو وروسته مو چې په «بهرنيو هيوادونو کې په زرونه افغانان په ډېر ناوړه وضعيت کې دي»، د نورو افغانانو د وتلو د مخنيوي پريکړه کړې ده.


Comments

Popular posts from this blog

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې

اروپايان د پوتين له اټومی ځواکه ويره لری

‎ریزش څومره وخت دوام کوي؟