د «طلایي شیدو» جوړول آسان او ګټې یې ډيرې دي

  په آلمان کې د «طلایي شیدو» محبوبیت ورځ تر بلې زیاتیږي. خو دا طلایي رنګه شیدې څه دي؟ دا په اصل کې د شیدو او کورکمنو داسې یو ترکیب دی چې بی شمیره ګټې لري او د پیړیو راهیسې په سویلي آسیایي هیوادونو کې استعمالیږي.


د هند، پاکستان او بنګله دیش په څیر جنوبي آسیایي هیوادونو کې د داخلي زخمونو او جسماني دردونو په صورت کې په شیدو کې د کورکمنو (زرد چوبه) استعمال عام خبره ده. خو د دې عنعنوي نخسې استعمال اوس په آلمان او نورو اروپایي هیوادونو کې هم زیات شوی دی.


په اروپا کې له طلایي رنګه شیدو څخه استفاده د متبادل علاج طریقې ترڅنګ د هغې د غذایي ارزښت له امله هم زیات شوی دی. د دې اجزا د شفاء بخښونکي قوت درلودونکی او د بدن مدافع سیستم ته ګټه رسوي. که چیرې تاسې یې د خپلې خوښې مطابق جوړ کړئ، نو خوندور هم دي.د 


طلایي رنګه شیدو اجزاء او خصوصيت


ښکاره خبره ده چې د دې مشروب د جوړولو له پاره په اول قدم کې شیدو ته اړتیا ده، خو که چیرې تاسې یوازې له سبزیجاتو څخه استفاده کوئ او«ویګان» یاست یعنې غوښه، شیدې او له حیواني تولیداتو څخه استفاده نه کوئ، نو په دې صورت کې تاسې له زویابین، بادام یا کوپرې(ناریل) له شیدو څخه هم استفاده کولی شې


.دویم کورکمن یا زرد چوبه ده، کوم چې دې مشروب ته زیړ رنګ ورکوي. کورکمن د ښایسته رنګ او خوند ترڅنګ ډیرې ګټې هم لري. د کارپوهانو په حواله د انټي اکسیدینت او ډير شمیر معدني موادو درلودونکی دی، چې التهاب ختموي. سربیره پر دې کورکمن د هاضمې سیستم په ښه کولو کې هم مرسته کوي.


ځني وختونه د ګولډن مِلک په نامه مشروب تیارولو کې د کورکمن تر څنګ له ادرک (زنجبیل) او دارچيني څخه هم استفاده کیږي. ادرک هم ډیرې طبي ګټې لري او دا هم د بیړیو راهیسې د چين او هندوستان په طبابت کې د علاج له پاره کارول کیږي.


د طبي کارپوهانو په حواله زنجبیل د هاضمې سیستم سره ډیره مرسته کوي او ضد التهابي خاصیت لري چې د عضلاتو درد ختمولو پاره ګټور ثابتیږي.




د ادرک استعمال د ویني په فشار کې هم کمښت رامنځته کوي، په ځانګړي توګه د زړه په مختلفو ناروغیو د شکرې د مریضانو د اخته کیدو خطر کموي.


د طلایي شیدو د جوړولو طريقه




د دې مشروب د تیارولو له پاره لاندې ذکر شوي مواد پکار دي:


شیدې: ۳۰۰ ملي لیتره (تر يو ګلاس څخه لږ زياتي)


کورکمن: د چایو یوه قاشوغه


شات: د چایو د یوې قاشغې په اندازه


دارچینی: د چایو نیمایي قاشغه


ادرک: د چایو د یوې قاشغې په اندازه


د کوپرې تیل: د چایو یوه قاشوغه


تور مرچ: د خپلې ذایقې او میل په اندازه


شیدې باید په ټیټه درجه د حرارت ګرم کړای شي او جوشیدو ته پرې نه ښودل شي. پورته ذکر شوي مواد باید یو د بل پسې په شیدو کې ورګډ کړای شي او د قاشغې په وسیله باید په ښه توګه حل کړای شي. تر ګډیدو وروسته په اصطلاح دغه محلول باید له چاڼه ؤ ایستل شي او بیا نو دغ


ه طلایي رنګه شېدې د څښلو لپاره اماده کړي

Comments

Popular posts from this blog

د ويټامن ډي د کمښت نښې، لاملونه او د حل لارې

اروپايان د پوتين له اټومی ځواکه ويره لری

‎ریزش څومره وخت دوام کوي؟